د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د سولې ولسي حرکت غړي تر سلګونه کېلو متره پلي مزل وروسته کابل ته ورسېدل


د سولې د ولسي حرکت غړي چې خپل سفر یې تېره میاشت له لښکرګاه پیل کړی وو، تر شااوخوا ۶۳۰ کېلو مترو پياده مزل وروسته پرون د یکشنبې شپه کابل ته ورسېدل.

د دغه حرکت غړي وايي چې د سفر ډېره برخه‌یې د روژې په میاشت کې وه او په سره لمر کې یې سلګونه کېلو متره اوږده او له ستونزو ډکه لار د سولې د غږ په اوچتولو ووهله.

د سولې د ولسي حرکت د رسنیو مسؤل بسم‌الله وطندوست وویل، په کابل ښار کې یوه لویه غونډه جوړوي او د سولې غږ به پورته کړي.

ښاغلي وطندوست زیاته کړه:

"موږ د عیدګاه جومات سیمه د خپلې غونډې لپاره ټاکلې ده. تمه ده د دوشنبې په ورځ هلته یوه لویه غونډه ولرو. په‎دې غونډه کې به خلک پوه کړو چې سوله څومره اهمیت لري، د اوربند په تمدید او د جګړې په زیانونو به خبرې وکړو. زرګونه کسان زموږ په تمه ناست دي. څوک چې له تېرې یوې میاشتې موږ ته سترګې په لار و په‎دې غونډه کې به برخه واخلي."

لومړی یوازې ۹ کسانو له لښکرګاه د سولې دا ولسي حرکت پیل کړ، خو وروسته د بېلابېلو سیمو لسګونه ولسي کسان ورسره یوځای شول.

د سولې د ولسي حرکت غړي په‎داسې حال کې کابل ته ورسېدل چې د افغان حکومت له‎خوا په طالبانو باندې د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند ۱۰ نورو ورځو ته هم وغځېد.

د سولې ولسي حرکت د افغانستان د جګړې په دواړو ښکېلو خواوو د اوربند د تمدید او د جنګ د پای ته رسولو غږ پورته کړی.

طالبانو که څه هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ، خو د اختر د درېیمې په پای ته رسېدو یې په یوه اعلامیه کې د اوربند د پای ته رسېدو او پر افغان او بهرنیو ځواکونو د جګړې د پیل اعلان وکړ.

که څه هم افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو د اختر په ورځو کې په یو بل ډزې نه‎دي کړي، خو د اختر په دوهمه او درېیمه په ننګرهار کې د اوربند په خوشحالۍ کې په راټولو شویو خلکو دوو ځانمرګو بریدونو د کابل د غونډې په اړه هم اندېښنې رامنځته کړې دي.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې پولیسو د دې غونډې د امن ترسره کېدو لپاره چمتووالی نیولی دی.

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"د کابل د امنیه قوماندانۍ پولیس چې د پلازمېنې د امنیت مسؤلیت لري، خاص چمتووالی نیولی دی. دا چې دوی «ولسي حرکت» چېرته غونډه کوي، چېرته ځي او له چا سره ګوري تدابیر ورته نیول شوي دي څو امنیت‌یې خوندي وي."

له هلمنده تر کابل د سولې دا ولسي حرکت د افغانستان د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کوي چې له جګړو لاس واخلي او د سولې ټینګښت ته هڅې وکړي.

د سولې دا ولسي حرکت په کور دننه او نړیواله کچه له هغې ډلې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خاص استازي تدامیچي یاماموتو له‌خوا ستایل شوی دی.

یاماموتو په یوه مقاله کې لیکلي چې دغو خوځښتونو د جګړې ښکېلې خواوې کرار کرار په‎دې پوه کړي چې خلک د جګړې له دوامه څومره ستړي دي.

XS
SM
MD
LG