خبرونه
د سولې ولسي حرکت غړي نرخ ولسوالۍ ته ورسېدل
له هلمنده تر کابله، د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي، نن د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
د دغه حرکت مطبوعاتي مسوول بسم اله وطندوست ازادۍ راډيو ته وويل، چې د غړو شمېر يې په زياتېدو دى:
”د ولسي حرکت غړو له شيخ اباد سيمې حرکت کړى اوس د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې دي. د کاروان د غړو رسمي شمېر اوس ٧٧ ته رسېدلى دى.“
د سولې ولسي حرکت غړي مياشت کېږي چې له لښکرګاه څخه د کابل پر لوري پياده روان دي.
دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو د افغانستان د ملي نوښتونو د نندارتون د پرانیستلو خبر ورکړ
د طالبانو تر واک لاندې د تعلیماتو تخنیکي او مسلکي اداره وايي، نن د نومبر ۱۷مه د کابل په بادام باغ کې د افغانستان د ملي نوښتونو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د دې ادارې په خبره، دا نندارتون چې څلور ورځې به دوام وکړي، د تعلیماتو د تخنیکي او مسلکي ادارې د محصلینو پروژې او نوښتونه په کې نندارې ته وړاندې شي.
د دې ادارې په خبره، نندارتون د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاص دی او کولی شي چې له دې نوښتونو لیدنه وکړي.
څلور ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ د "کابل نوي انځور" په نوم یو نندارتون جوړ کړی و چې په کې د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
په پکتیا کې د اوبو رسونې دوه شبکې جوړې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په مرسته په پکتیا ولایت کې د اوبو رسونې دوه شبکې جوړې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون پرون د نومبر ۱۶مه پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ویلي، د اوبو دا شبکې د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د پکتیا په برمل او شکین ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.
بل پلو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون پر خپلې ایکسپاڼې ویلي، د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې د نژدې درېیو میلیونو افغانیو په ارزښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستې ته سپارلی دی.
باختر وړاندې وايي، دغه ښوونځی د یوه خیرته بنسټ او د سیمې د خلکو په همکاري جوړ شوی دی.
طالبانو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي
د طالبانو امنیتي سرتېرو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي دي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې د ادارې رییس فیضالرحمن ابراهیمي پرون د نومبر۱۶مه رسنیو ته ویلي، دا دوه تنه يې په "شکي" ولسوالۍ کې د هغه قهويي خرس د ښکار په تور نیولي، چې څو ورځې وړاندې ښکار شوی و.
بل پلو په نیمروز ولایت کې د طالبان د چاپېریال ساتنې ادارې پرون ویلي، ایران ته يې د ۳۵ نادرو مرغانو د قاچاق مخه نیولې ده.
که څه هم طالب چارواکي د چاپېریال ساتنې او وحشي حیواناتو د ساتنې خبر ورکوي، خو وخت ناوخته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ناقانونه ښکار او له چاپېریال سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي.
بلوچستان کې د وسلهوالو برید؛ اووه پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې وسلهوالو د ملېشه ځواک پر یوې پوستې په برید کې اووه عسکر وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.
د قلات مرستیال کمېشنر علي ګل بلوڅ پرون د نومبر۱۶مه د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، دا برید شپې مهال د جوهان په غزنۍ سیمه کې شوې ده.
د بلوڅ په خبره، وسلهوالو دا برید د شاه مردان په نامه د ملېشه ځواک پر امنیتي پوستې کړی او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
بلوڅ دا نه دي ویلي چې د امنیتي ځواکونو لهخوا وسله والو ته کوم زیان رسېدلی او کهنه، خو د نوموړي په خبره، په برید کې وژل شوي او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.
یادې دلې د ازادي راډیو مشال برخې ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې يې پاکستاني عسکرو ته په لویه کچه زیان رسولی، خو د بلوچستان صوبايي حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي دا برید غندلی دی.
له دې وړاندې د نومبر په نهمه د کوټې د اورګادي په تمځاي کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او له ۶۰ نور ډېر ټپیان شوي وو چې ډېر شمېر يې پوځیان وو.
د دې برید مسوولیت هم بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې منلی و.
فوټبال؛ نپیال افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له نیپال څخه دوه د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا لوبه پرون د نومبر۱۶مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د درې اړخیزه دوستانه ټورنمنټ په لړ کې ترسره شوه.
د افغانستان راتلونکې لوبه له کوربه تاجکستان سره ده.
دا لوبه به سبا دوشنبې د افغانستان په وخت پنځه نیمې بجې د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله له اماراتو سره سیالي لري
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا دوشنبه د کوربه امارتو پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.
دا سیالۍ د افغانستان په وخت د سهار لس بجې دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان تېره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې پاکستان ته د سلو منډو په توپیر لویه ماتي ورکړې وه.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې هره لوبډله یو له بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي.
د چين په "ووشي" ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي
د چین په ختیځ کې د ووشي په ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان شوي دي.
رویټرز اژانس د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې، دا کسان یوه (یوویشت) کلن زدهکوونکي د چړو په ګوزارونو وژلي او ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دې پیښې علت نهدی روښانه شوی او د پولیسو په لومړني بیان کې د دې زدهکوونکي په اړه هم څه نهدي ویل شوي.
نیپال د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته په دوو ګولونو ماتې ورکړه
دا لوبه نن د تاجکستان، افغانستان او نیپال د لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې سیالۍ په ترڅ کې په پلازمېنې دوشنبه کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشرروزونکی عثمان توشیف چې د ازبکستان تبعه دی، نن د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې دا ملي لوبډله رهبري کوله.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې د کوربه هېواد تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
د يو بريد پر مهال بلوچستان کې ۷ پاکستاني پوليس وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي
د پاکستان د بلوچستان په کلات سیمه کې نن وسلهوالو لږ تر لږه اووه سرتیري وژلي او دیارلس نور یې ټپيان کړې دي.
په کلات کې د پولیسو مرستیال کمېشنر علي ګل بلوچ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دا تلفات هغه وخت پوځیانو ته واوښتل چې وسلهوالو د پوځ پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
د دې برید مسوولیت بیلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي ( بيایلاې) اخیستی دی.
د غزې روغتيا وزارت: غزه کې د جګړې له پيل تر دې دمه نږدې ۴۴زره کسان وژل شوي
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه اعلان وکړ، چې په ۱۳ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳زره ۷۹۹ ته ورسېد.
دغه جګړه د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې له اوومې روانه ده.
د غزې روغتیا وزارت وايي، په دغو وژل شویو کې هغه ۳۵ کسان هم شامل دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
په غزې تړانګه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳زره ۶۰۱ ته رسېدلی دی.
په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې څه باندې ۱۳ میاشتې مخکې حماس پر اسرايیل ناڅاپي حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.