د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په کونړ کې افغان ځواکونو او طالبانو پر یو بل د برید په ځای غاړې سره ورکړې


د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې چې تل به په‌کې افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د یو او بل پر سنګرونه نیول او درانه بریدونه به‌یې کول، نن یکشنبه دواړه خواوې سره ورغاړې وتي، خوښۍ کوي او له خوښیو یې په سترګو کې اوښکې ښکاري.

د یادې ولسوالۍ دړې دم ساحه، کومه چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ پخوا د جګړې لومړۍ کرښه وه، تل به په‌کې جګړې کېدلې او د افغانانو وینې به په‌کې تویېدې، نن په‌کې دواړه د اختر خوښۍ لمانځي، یو بل ته‌يې سینې لويې کړي او په خندا غېږې ورکوي.

د طالبانو په سپین او د حکومت په درې رنګه بیرغ یوه کلمه لیکل شوې، دواړه بیرغونه په یوځای رپېږي.

دې حالت د سیمې اوسېدونکي هم خوشحاله کړي او له ډېرې خوښۍ اوښکې تویوي.

د مرورې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ په دړې دم سیمه کې ازادي راډیو ته وویل:

"زه فضل واحد یم، نن ډېر خوشحاله یم، ځکه چې نن افغان ځواکونه او طالبان یو شوي، یو بل ته غېږې ورکوي، دې حالت راته ژړا راوستې، دا د غم ژړا نه‌ده، بلکې د خوښۍ اوښکې دي."

"زه حضرت عمر یم، دلته پخوا هېڅ دولتي سرتېری نه‌شو راتللی، دلته به جګړې وې، د ټولو خلکو ژوند په خطر کې و، خو نن موږ ولس، افغان ځواکونه، افسران او طالبان یوځای یوو، موږ په دې خفه یوو چې ولې تر اوسه له یو بل جلا وو او د یو بل په خلاف جنګېدو، موږ وروڼه یوو او مسلمانان یوو، الله دې دلته امن او سوله راولي."

خلک په دې هیله دي چې دغه اوربند نور هم اوږد شي او د تل پاتې سولې د راتلو لپاره زمینه برابره شي.

دوی وايي د هېواد هر اوسېدونکی د سولې ارمانجن دی، هغه که طالب دی، د ملي اردو سرتېری، پولیس او یا هم ولس، په یوه خوله له زړه غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي، نو ځکه ټول خوشحال دي.

ولسمشر غني د خلکو له غوښتنې سره سم د اوربند موده د نامعلوم وخت پورې غځولې چې دې پرېکړې افغانان خوښ کړي او د نړۍ د ګڼو هېوادونو د مشرانو د ملاتړ سبب شوې ده.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG