د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي: ملکیان، پوځیان او طالبان ټول سوله غواړي


د سولې لپاره ۳۸ ورځې وړاندې پلي راوتلي د ولسي حرکت غړي نن سهار کابل ته راورسېدل.

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي چې نن دوشنبه سهار کابل ته راورسېدل، وايي چې د دغه سخت مزل هدف‌یې په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت دی او له ښکېلو خواوو غواړي چې غوښتنې ته‌یې مثبت ځواب ووايي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۷۹ کال د غبرګولي ۲۸» د کابل پر واټونو هم وګرځېدل، وايي چې دا حرکت‌يې له اتو کسانو سره له هلمنده پیل کړ او په لار کې د پرتو ځينو نورو ولایتونو د شااوخوا ۲۰۰ ځوانانو له یوځای کېدو سره کابل ته راورسېدل.

د اقبال خېبر په نوم یوه ځوان چې له هلمند څخه تر کابله‌يې د دغه حرکت مشري کړې، ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي کاروان د سفر په ترڅ کې مو وموندله چې ټول خلک له جګړو ستړي شوي او ثبات غواړي.

دی زیاتوي:

"موږ په لاره کې دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې ټول افغان ملت که هغه طالب دی، که عسکر دی، که پاڅون کوونکي دي، که سیمه‌ییز پولیس دي او که عام خلک دي، ټول له جګړو ستړي شوي او سوله غواړي، دوی مو داسې هرکلی کړی چې اصلاً موږ په خپلو زحمتونو نه‌یوو پوه شوي، دا ټولې سختۍ مو له خلکو سره د لیدو کتو په وخت کې هېرې شوې دي."

دوی اوس کابل ته رارسېدلي او له حکومت او وسله‌والو طالبانو غواړي چې له جګړو او وینې تویولو لاس واخلي.

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي ۳۸ ورځې وړاندې له هلمنده پلي راروان شوي وو او له زابل، کندهار، غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه له تېرېدو وروسته کابل ته راورسېدل.

هغه کسان چې د لارې په اوږدو کې له دغه حرکت سره یوځای شوي، وايي چې د دوی په لیدو یې دا احساس کړی چې د سولې لپاره باید د خلکو هڅې ډېرې شي، تر څو حکومت او وسله‌وال مخالفین د دغه حرکت او غوښتنو په نتیجه کې له جګړو لاس واخلي او سوله وکړي.

وزیرګل هغه څوک دی چې په غزني کې له دغه ولسي خوځښت سره یوځای شوی دی.

ده ازادي راډيو ته د خپل احساس په اړه وویل:

"زه له میدان وردګ څخه یم، له دې خبر شوم چې د سولې کاروان راځي، غزني ته ولاړم او هلته له دغه کاروان سره یوځای شوم، ما دغه کار خاص د خدای د رضا او په هېواد کې د ارامتیا د ټینګښت په خاطر کړی دی."

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي د کابل په ځینو واټونو له ګرځېدو وروسته د کابل په ده افغانانو سیمه کې د عبدالرحمان په جامع جومات کې راغونډ شول.

د دوی له‌منځه ځينو یې ویل چې د سیمې طالبان په هېواد کې د سولې ټینګښت او روغې جوړې ته لېوال دي.

د کابل ځيني اوسېدونکي چې پر واټونو د دغه حرکت لیدو او هرکلي ته راوتلي وو، هم د دوی له غوښتنو سره همغږي شول او په ښکېلو خواوو يې غږ وکړ چې ستړي کاروان ته د سختو مزلونو او زحمتونو په بدل کې مثبت ځواب ورکړي.

د عبدالله او بي بي ګل په نوم د کابل دوو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"موږ له دغه حرکت څخه هرکلی کوو او ډېر خوشحال یوو چې له نږدې یې ګورو، په ټلوېزیون کې مو هم لیدل چې دوی له هلمنده حرکت وکړ، دولت او طالب باید د دوی او افغانانو زحمتونه په نظر کې ونیسي."

"دوی چې نن کابل ته راغلي، موږ يې هدف ته درناوی لرو، دغو ځوانانو او د پاخه عمر سړيو چې کوم حرکت پیل کړی، موږ تمه لرو چې نتیجه به ورکړي."

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي له هغې وروسته کابل ته رارسېدلي چې افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند درلود چې له دغه فرصته په استفادې، طالبان هم ښارونو او تر مرکز کابله راغله او له خلکو او امنیتي ځواکونو سره‌يې لیده کاته درلودل.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وايي چې د حکومت تر څنګ طالبان هم باید اوربند ته دوام ورکړي او د افغانانو د هغې غوښتنې په پوره کېدو چې سوله او په هېواد کې د امنیت ټینګښت دی، خپل اساسي رول ادا کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG