د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

"له هلمنده تر کابله" د سولې ولسي کاروان میدان وردګ ولایت ته رسېدلی


د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړي وايي​ چې "له هلمنده تر کابله" د سولې ولسي کاروان میدان وردګ ته رسېدلی دی.

دوی وايي، په افغانستان کې له روانو جګړو خلک ستړي شوي او نور سوله غواړي او دوی هم په جګړه کې له ښکېلو خواو څخه د اوربند د غوښتلو او د خبرو له لارې موجودو ستونزو ته د حل د لټولو په خاطر، دا حرکت پیل کړی دی.

د دغه کاروان غړي او ویاند بسم‌الله وطندوست د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۲۳» ازادي راډيو ته وویل، د سولې ولسي کاروان په بېلابېلو سېمو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

نوموړي وویل، د سولې دغه کاروان دا مهال میدان وردګ ته رسېدلی او تمه ده چې د اختر په شپږمه کابل ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې موږ کابل ته ورسېږو، هلته به زرګونه نور ځوانان د سولې له دې حرکت سره یوځای شي، د کاروان هدف څرګند دی، لومړۍ ماده‌یې د اوربند غوښتنه وه، دوهمه د سولې د مذاکراتو لپاره د مرکز ټاکل دي، درېیمه ماده‌یې دا ده چې باید افغان دولت او وسله‌وال طالبان پر یوه منل شوي او اسلامي دولت هوکړه وکړي چې په هغه کې ملي ارزښتونه خوندي او وروستۍ ماده دا ده چې د جګړې اړخونه د بهرنیانو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکي."

نوموړي وویل، په کابل کې به په بېلابېلو غونډو کې د خپل پرېکړه‌لیک په پلي کېدو ټينګار وکړي او له هغه وروسته د دوی پلان دا دی چې له کابل څخه تر بلخ پورې پلی لاړ شي، کور په کور به خلک د سولې په ارزښت پوه کړي او په دې ډول به سولې ته تر رسېدو پورې خپل حرکت ته دوام ورکړي.

ښاغلي وطندوست زیاته کړه:

"«له هلمنده تر کابله» د سولې د ولسي کاروان غړو د مارچ په ۲۲مه په لښکرګاه کې تر ځانمرګي برید وروسته چې ګڼ شمېر ولسي وګړي په‌کې ووژل شول، په دې ولایت کې د جګړې پر ضد مدني حرکت پیل کړ."

د دغه کاروان غړي په لومړي سر کې اووه کسان وو، خو پر لاره نور ځوانان هم ورسره شول او اوس‌یې شمېر ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.

د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړو د خپل پلي مزل له پیل وړاندې د شااوخوا دوو میاشتو لپاره د هلمند د لښکرګاه په ښار کې د پرلت خیمې هم وهلې وې او د لسګونه نورو هلمندیانو سره‌یې یوځای د پرلت په خیمو کې ورځې شپې تېرې کړي دي.

یو شمېر مدني فعالان وايي، د سولې لپاره روانې هڅې هیله بخښونکې دي او هیله‌مند دي چې مثبته نتیجه ورکړي.

د کابل د پرلت استازي او مدني فعال اسرار احمد کریمزي په دې اړه وویل:

"له هلمنده چې کوم ځوانان راروان دي دا یو ډېر تاریخي او بې‌ساری ګام دی، دوی د جګړې ښکېلو غاړو ته وښودله چې افغانان څومره د سولې تږي دي، دا یو ډېر هیله بخښونکی حرکت دی او ان‌شاءالله مثبته نتیجه به ورکوي."

نوموړي همدارنګه پر افغان حکومت او نړیوالو ادارو غږ وکړ چې د سولې د دغه ولسي کاروان له غړو سره وګوري او د اوربند په تړاو د دوی غوښتنې واوري او سولې ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG