د سولې لپاره ۳۸ ورځې وړاندې پلي راوتلي د ولسي حرکت غړي نن سهار کابل ته را ورسېدل.
د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي چې نن دوشنبه سهار کابل ته راورسېدل، وايي چې د دغه سخت مزل هدف یې په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت دی او له ښکېلو خواوو غواړي چې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووايي.