د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د سولې شورا ولې د جګړې له بیا پیله یوه ورځ مخکې د تېر اوربند هرکلی وکړ؟


د سولې عالي شورا تر ټولو وروستۍ دولتي اداره وه چې د روژې د پای او کمکي اختر په ورځو کې یې د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د اوربند د اعلانونو هرکلی وکړ.

د سولې پر عالي شورا له دې مخکې هم د بې‌صلاحیتۍ او په چارو کې د پاتې راتلو تورونه لګېدلي، خو د افغانستان په روانه جګړه کې له لومړي ځل اوربند څخه د اختر په درېیمه ورځ د دې شورا د مشر هرکلي په دې برخه کې یو لړ پوښتنې رامنځته کړې.

د سولې د شورا د اجرائیه پلاوي جګپوړي غړي محمد اسماعیل قاسمیار له احمد تکل سره په مرکه کې دې او ځینو نورو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

ښاغلی قاسمیار په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د سولې عالي شورا ولې د اختر په درېیمه د جګړې له بیا پیل څخه یوه ورځ مخکې د تېر اوربند هرکلی وکړ؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG