افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له وسلهوالو طالبانو سره اوربند تر یوې نامعلومې مودې پورې تمدید کړ، خو یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ طالبانو وویل چې نور اوربند نهغځوي.
د دواړو خواوو لهخوا د اعلان شوي اوربنده په ټول هېواد کې تود هرکلي ته په پام سره ولې طالبان نهدي حاضر چې هغه وغځوي؟
دا پوښتنه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون له غړي نادر خان کټوازي څخه د مرکې په پیل کې کړې.
له نوموړي سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: