د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۲

طالب چارواکی: هغه طالبان به سزا وویني چې له پوځیانو او چارواکو سره‌یې عکسونه اخیستي


طالبانو د اوربند په پای ته رسولو د خپلو عملیاتو د پيل او هغو طالبانو ته د انضباطي سزا ورکولو خبره کړې چې ښارونو ته تللي وو.

طالب مشرانو ویلي، ټولو هغو طالبانو ته به انضباطي سزاوې ورکړي چې د اوربند پر مهال ښارونو ته تللي او له افغان پوځیانو او چارواکو سره‌یې سلفیانې یا په خپل لاس عکسونه اخیستي دي.

دا خبر روېټرز اژانس د یوه مهم طالب چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی، خپور کړی دی.

دغه طالب چارواکي ویلي، د اوربند په پای ته رسېدو د شپې له‌خوا په یوه بېړنۍ غونډه کې چې ټول طالب قوماندانان ورټول وو، دا پرېکړه وشوه.

دغه مهم طالب چارواکي روېټرز ته دا هم ویلي چې د ده په خبره، پاکستان په اوربند کې د امریکايي او بهرنیو پوځیانو د شاملولو غوښتنه هم کړې وه، خو د طالبانو مشرتابه او د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د دې کار اجازه ورنه‌کړه.

د اختر په درېیو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو دوه اړخیز اوربند و.

له دې سره ډله ډله طالبان د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته له خپلو بیرغونو سره ننوتل او له افغان پوځیانو او چارواکو سره‌یې روغبړ وکړ او عکسونه‌یې واخیستل.

دوی د خلکو له تود هرکلي سره هم مخ شول.

د دې لپاره چې طالب او افغان پوځ بیا یو بل ته د ټوپک خولې سمې نه‌کړي، خلکو یې عذرونه وکړل او هغوی یې سولې ته وهڅول.

د یوه مدني فعال شعار چې طالب او پوځیان‌یې غږ بدرګه کوي:

"یو مو ځان بل مو ځیګر، طالب دی که عسکر!"

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو وسله‌والو طالبانو خبرې کړي او ویلي یې دي چې په کلونو کلونو یې ښار او بازار نه‌و لیدلی.

د ايس کریم او شیریخونو مینه‌والو طالبانو په کابل کې ایس کریمونه او په کامه کې شیریخونه وخوړل.

یوه بل طالب وسله‌وال د افغان پوځیانو او عامو خلکو سره تر عکس اخیستلو وروسته د الله اکبر نعره وکړه چې بیا یې د خلکو په ټينګار سره د "زنده باد ملا اشرف غني" شعار ورکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوه نامعلوم ځایه ازادي راډیو ته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وویل چې د ننګرهار له برید څخه وروسته د دغې ډلې ځینو قوماندانانو خپلو کسانو ته خبرداری ورکړی و چې د اوربند پر مهال په ګڼه ګونې ځایونو او دولتي سیمو کې تګ راتګ ونه‌کړي کنه له انضباطي سزا سره به مخ شي.

طالبانو چې په خپل رژیم کې یې هم د ښځو له فعالیت او په مجموعي توګه‌یې د عکسونو له اخیستلو سره مخالفت کاوه، د اوربند په وخت‌یې له مقدسې احمدزۍ او فرزانې واحدي په څېر د افغان ښځینه فعالانو او خبریالانو سره سلفي عکسونه واخیستل.

مقدسې احمدزۍ د فېس‌بوک پوسټ:

فرزانې واحدي او طالبانو سلفي:

خو د طالبانو له‌خوا د اوربند په پای ته رسېدو دا ټولې خبرې خلاصې شوې.

طالبانو د اوربند د پای ته رسولو اعلان پرون یکشنبه په یوه بیان کې وکړ او ویې‌ویل چې د امریکایانو او د هغوی د کورنیو ملګرو "افغان پوځیانو" پر ضد به د دوی عملیات بیا پیل شي.

په کندهار، غزني، لغمان، هلمند او میدان وردګ کې پر افغان پوځيانو د بریدونو راپورونه ورکړل شول چې په ځینو کې یې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷مې په طالبانو پیل شوی اوربند ۱۰ نورو ورځو ته هم غځولی، خو پوځيانو ته‌یې هم امر وکړ چې د هر ډول برید د دفاع لپاره چمتو واوسي.

د سلفي اخیستونکو طالبانو سزا که څه هم نوې مسئله ده، خو دوی ته ان د شنبې په ورځ هم طالب مشرانو ویلي وو چې د حکومت له کنټرول لاندې سیمو څخه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د طالبانو له‌خوا دې موقتي اوربند او د افغان حکومت له‌خوا د اوربند د مودې له غځولو د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو هرکلی وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو وویل چې د عامو خلکو له‌خوا د سولې د ټینګښت او د جګړو د پای ته رسولو خوځښتونو د جګړې ښکېلې خواوې متقاعدې کړي چې خلک له جنګه ستړي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG