د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

کندهار کې د اوربند وروستۍ ورځ په خوشحالۍ ولمانځل شوه


د کندهار په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو، وسله‎والو طالبانو او عامو خلکو د درې ورځني اوربند وروستۍ ورځ د خوشحالۍ په مراسمو ولمانځله.

په عین وخت کې د کندهار په خرقه شریف کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت لسګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو له افغان دولت او وسله‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي.

په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو هرکلی په ډولونو او اتڼونو وشول او د هغوی د راتګ لپاره د بازار په عمومي مېله ځای کې مراسم نیول شوي وو چې زرګونه مېله‌وال‌يې نندارې ته راغلي وو.

وسله‎والو طالبانو د امنيتي ملحوظاتو له خاطره له رسنيو سره خبرې نه‌کولې او نه‌يې هم وسلې له ځان سره راوړې وې.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د اوربند په کولو خوښ وو، دوی له دواړو لورو وغوښتل چې د دایمي سولې لپاره لاسونه سره ورکړي.

غلام محمد او محمد سرور د نورو په استازيتوب ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو ۱۷ کلونو وروسته‌يې په لومړي ځل د یوه سوله‎ییز اختر خوند ولید.

په عین وخت کې سلګونه سمه‎ییزو خلکو د طالبانو سمه‎ییزو مشرانو او امنیتي ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ په جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د ميوند ولسوالۍ د سیمه‎یيزو پوليسو قوماندان خلیل احمد د وسله‎والو طالبانو سره تر روغبړ کولو وروسته ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دغه زموږ طالب ورور دی چې اوس د کمربنده راغلی او موږ ته‌یې بلنه راکړه چې خدای مو راوله هر کله راشئ، زموږ د مشرانو څخه هیله دا ده چې دا اوربند نور هم وغځوئ، موږ په‎دې خوشحاله یو."

د طالبانو سره د خبرو لپاره د ميوند ولسوالۍ سلګونه راټولو شویو اوسېدونکو هڅه کوله چې د جګړې لومړۍ کرښې ته هم ولاړ شي، خو هلته ورته د ځمکنیو ماينونو د خطر له امله اجازه ورنه‌کول شوه.

په عین وخت کې د کندهار په خرقه شریف کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت لسګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو له افغان دولت او وسله‎والو طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي او د زابل پخواني والي بسم‌الله افغانمل د نورو په استازیتوب وویل چې حکومت دې وسله‎والو طالبانو ته د دایمي اوربند کولو او بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو بلنه ورکړي.

له دې سره په یوه وخت د کندهار له ارغنداب او دامان ولسوالیو څخه هم لسګونه طالبان کندهار ښار ته راغلي وو او د کندهار له اوسېدونکو سره‌يې د اختر او اوربند خوښۍ ولمانځلې.

ولسمشر غني چې د روژې له ۲۷مې نېټې څخه‌يې د افغان طالبانو سره د اوربند اعلان کړی وو، د تېرې شنبې په ورځ‌يې د اوربند موده وغځوله، وسله‎والو هم د اختر درې ورځې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ، خو د ولسمشر د تازه اعلان په غبرګون کې دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یکشنبې په ماښام درې ورځنی اوربند پای ته رسوي او په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي سرتېرو خپلو حملو ته دوام ورکوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG