افغانستان
په ننګرهار کې په پروني بريد کې د وژل شويو شمېر ۳۶ کسانو ته ورسېد
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې د شوې انتحاري حملې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال ویلي چې په دې انتحاري حمله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي د ارقامو د تغیر دلیل په ګوته کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې یو شمېر وژل شوي کسان له سیمې خپلو کورنیو مخامخ کورونو ته انتقال کړي دي.
دغه انتحاري حمله تېره ورځ تر غرمې وروسته د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د اوربند د لمانځنې پر مراسمو چې د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې جوړ شوي وو، رامنځته شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته ویلي چې په وژل شویو کې وسله وال طالبان، افغان سرتېري او عام وګړي شامل دي، خو د نوموړي په وینا، دا لا معلومه نه ده چې په دې پېښه کې څومره طالبان، څومره ولسي وګړي او څومره افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت منلی او لسګونه طالبانو او دولتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې ګڼ وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند د لمانځلو په مناسبت لویو ښارونو ته وتلي او د اوربند مراسم له افغان ځواکونو او عامو افغانانو سره لمانځي.
افغان حکومت د تېرې روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵ مې ورځې اوربند اعلان کړ چې وروسته وسله والو طالبانو هم د اختر له لومړۍ درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
پخواني معلومات:
د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې په پروني ځان وژونکي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٥ کسانو ته ورسېد.
د والي وياند وايي، حمله د غازي امان الله خان ښارګوټي په هغه غونډه کې وشوه چې عامو خلکو او وسله والو طالبانو په کې "د اوربند خوښي" لمانځله.
عطا الله خوږياڼي پرون شنبه تر پېښې وروسته رسنيو ته وويل:
"ټپيان د جلال اباد حوزوي او د غني خېلو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، سپارښتنه مو روغتياپالو ته دا ده چې د نورو ناروغانو تر څنګ، د افغان طالبانو په درملنه کې هم له دقت او ګړنديتوب څخه کار واخلي."
د والي وياند وايي، په پېښه کې ٥٤ کسان ټپيان شوي دي.
خو عطاالله خوږياڼي ونه ويل چې په مړو او ټپيانو کې څو تنه يې د وسله وال طالبانو غړي دي.
اسلامي دولت ډلې يا داعش په خبري ويبسايټ اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى دى.
ولسمشر محمد اشرف غني په يوه اعلاميه کې دغه حمله غندلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.
د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.
پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي
په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.
سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.
د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.
له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.
د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.
د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.
واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.
نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.
هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي
د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.
ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.
د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.
ریچارد لیندسي :د نجونو د حقوقو څخه د نارینهوو ملاتړ مهم دی
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي وايي د ښځو او نجونو د زدهکړې د حق په ملاتړ د نارینهوو درېدل د افغانستان د ټولو وګړو د پرمختګ لپاره مهم دي.
ښاغلي لیندسي د پنجشنبې په ورځ ( غویي په ۱۷مه)، د مطیعالله ویسا لخوا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د ګټلو په مناسبت، په اېکسپاڼه لیکلي چې دا بریا ښيي چې د افغانستان نارینه د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي.
مطیعالله ویسا د چهارشنبې په ورځ د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د نږدې ۱۹ زره ځوانانو په رایو د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.
دا جایزه د فرانسې د نورماندي سیمې او د نړیوالو بشري حقونو او سولې انسټیټیوټ له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.
طالبانو واک ته له ستنیدو وروسته، تقریبا پنځه کاله کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونواو ښځو پر مخ تړلي.
سوداګره میرمن لیلما بدخشان کې په ډزو ووژل شوه
یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمهییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسلهوال کس له خوا وژل شوې ده.
د جنازې په ویډیو کې سیمهییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.
دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړه، خوماشوم یې ژوندی پاته شوی.
د سرچینې په وینا، لیلما په دې بازار کې د یوه رستورانت مدیره او د خیاطۍ د یوه ورکشاپ مسؤله وه چې د آغاخان دفتر له خوا جوړ شوی و.
تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی.
د یوناما د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت په اړه په اوتاوا کې د یادڅلي د جوړیدو کارونه ځنډیلي
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي.
د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي.
د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی و، په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید. په دې موده کې د کاناډا ۱۵۸ پوځیان وژل شوي او له دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې د دغو افغانانو شمیر چې دا اونۍ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي، ۴۹۱ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا دغه افغانان چې کورنۍ او یوازې کسان پکې شامل دي، په هغه هیواد کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي و. وزارت همدارنګه ویلي چې دوی د نوم لیکنې د پروسې له بشپړیدو او د مرستو له ترلاسه کیدو وروسته بیرته خپلو اصلي سیمو ته واستول شول.
د راپورونو له مخې تیره اونۍ هم له پنځه سوو زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او بیرته افغانستان ته ستانه شوي و.
د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه
له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.
د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.
په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتینکول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.
راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.
د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .
د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.