په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو، ډونالډ ټرمپ او ولودیمیر زیلنسکي ترمنځ، چې په ترڅ کې یې کییف له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړه، د متحدو ایالتونو د حضور موضوع د اوکراین د اټومي بټیو په اړه هم مطرح شوه.
طالبانو د حکومت له بنده تر دوه کلونو زیات بند وروسته د امریکايي وګړي جورج ګلیزمن له خوشې کېدو سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د افغانالاصله امریکايي بندي، محمود شاه حبیبي د روغتیايي وضعیت په اړه ژور اندېښمن دي.
د اویسا ښار د پوځي ادارې مشر اوله کېپر نن جمعه د (مارچ ۲۱مه) ویلي، د اوکرایین پر اودیسه بندر د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله درې ملکیان ټپیان شوي دي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو پر مهال ومنله چې د اوکراین د انرژۍ سکتور او بنسټیزو تأسیساتو پر ضد بریدونه د ۳۰ ورځو لپاره ودروي، چې دا د بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره یو ګام ګڼل کېږي.
د امریکا متحده ایالات د روسیې په وړاندې جګړه کې د کییف او د دغې جګړې د درولو لپاره د اوو پرمختللو هیوادونو یا جي اوه ډله کې د خپلو متحدینو له پراخو هڅو سره ملګری شو.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه تړون لاسلیک نه کړي، مایوسه به شي، خو ده ټینګار کړی، چې نه غواړي د اوکراین په جګړه کې د دغه ۳۰ ورځني اوربند د هوکړې پر لور پر پوتین فشار راوړي.
په پیکنګ کې نن د چین، روسیې او ایران استازیو له درې اړخیزې غونډې وروسته پر تهران د واشنګټن بندیزونه یو اړخیز او غیرقانوني وبلل.
احمد الشرع د سوریې لنډمهاله ولسمشر د پنځه کلنې انتقالي دورې لپاره د اساسي قانون اعلامیه لاسلیک کړه. الشرع دا اعلامیه د سوریې د "نوي تاریخ پیل" وبلله.
نور راوښيه