د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
روسیې په تورسنمدرګي کې د اوکرایین اودیسا ښار په تازه هوايي بریدونو کې په نښه کړی دی
تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

روسیې په تورسنمدرګي کې د اوکرایین اودیسا ښار په تازه هوايي بریدونو کې په نښه کړی دی


د اویسا ښار د پوځي ادارې مشر اوله کېپر نن جمعه د (مارچ ۲۱مه) ویلي، د اوکرایین پر اودیسه بندر د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله درې ملکیان ټپیان شوي دي.

د کېپر په ټکو، په ټپیانو کې کم عمره ماشومان هم شامل دي.

هغه وړاندې ویلي، دې بریدونو د اویسا ښار په بیلابیلو سیمو کې اورنه بل کړي دي.

د اسټرا (ASTRA) په نوم د ټیلګرام یو چینل د سیمه ییزو رسنیو په حواله لیکلي، پر اودیسا ښار په بریدونو کې یو کور، د خرڅلا یو بازار او څو نورې ملکې سیمې په نښه شوي دي.

دا بریدونه یو ځل بیا نړۍ ته وریادوي چې لا هم اوکرایین په جګړه کې دی او مبارزې ته دوام ورکوي
اوله کېپر

بل پلو، د ډټیک (DTEK) په نوم د برېښنا یو شرکت اعلان کړی چې د روسیه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله يې په درېو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

کېپر پر خپل ټیلګرم چینل لیکلي، " دا بریدونه یو ځل بیا نړۍ ته وریادوي چې لا هم اوکرایین په جګړه کې دی او مبارزې ته دوام ورکوي".

دهمدې روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې په هغې دیرش ورځي مهلت توافق کړی وه چې د اوکرایین د انرژۍ او پر نورو ملکي تاسیساتو به بریدونه نه کوي.

خو د دې مهلت له اعلان وروسته مسکو او کیف یو بل د دې توافق په نقض تور کړل او ظاهرا داسې ښکاري چې دې توافق ونه شو کړای پر اوکرایین د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.

د مارچ په ۲۱مه روسیې اوکرایین تورن کړ چې په کورسک سیمه کې يې د ګازو د انتقال او اندازه کولو یوه لویه فابریکه په بریدونو کې په نښه کړې وه او روسیې د اوکرایین دا اقدام یو "ترهګریز"عمل وبله.

بل پلو، تمه ده راتلونکې اونۍ روسیې او اوکراییني چارواکي په سعودي عربستان کې له امریکايي چارواکو سره وګوري.

د جګړې له پیله اوکرایین د روسیې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی
پاول پېټر

خو داسې نه ښکاري چې اوکراییني او روسیې چارواکي به سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

په تور سمندرګي کې د اوکرایین اودیسا ښار په تیره درې کلنه جګړه کې د روسیې د بریدونو مرکز وو، ځکه له دې ښاره اوکرایین اوبو ته لاسرسي لري.

که څه ولادیمیر پوتین د اوکرایین د جګړې په لومړي کال تمه درلوده چې دا ښار به نیسي خو له ناکامو هڅو وروسته يې په دوامدار ډول پر دې ښار بریدونو ته دوام ورکړ.

د چک ولسمشر پېټر پاول پر خپلې ایکس پاڼې د مارچ په شلمه ویلي و، "د جګړې له پیله اوکرایین د روسیې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی".

د پاول په ټکو، "چک جمهوریت د جګړې مهمات، بې پیلوټه الوتکې، زغروال واسکټونه، د اخلال رامنځته کولو سیارې دستګاوې چې له اوکراینیانو سره مرسته کوي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د ځان ساتنه وکړي او همدارنګه طبي تجهیزات چې په کې د مصنوعي تنفس او په شفاخانو کې د تداوۍ وسایلو راځي د مرستو په توګه اوکرایین ته لیږلي دي".

پاول د اوکراین د صداعظم له مرستیال الکسي کولیبا، کېپیر او یو شمیر نورو چارواکو سره د مرستو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

XS
SM
MD
LG