د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۰

خبرونه

د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس تر منځ تړون لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس سره د پنځه کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه د ( وري ۴) مه په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي ، چې د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس د مشرتابه ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون لاسلیک شو، چې له روان ۲۰۲۵ز کال څخه به تر ۲۰۲۹ز کال پورې د عملي کېدو او اجرا وړ وي چې پر بنسټ به یې دواړه لوري یو بل سره په اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.


د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، سوریه د تشدد او هوساینې ترمنځ پر دوه لارې ولاړه ده

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ګایر پیدیرسن
د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ګایر پیدیرسن

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، سوریه پر داسې یوه دوه لارې ولاړه ده چې یا به بېرته د تشدد خوا ته ځي یا د سولې پر لور.

ګېیر پیدیرسن پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل په سوریه کې به یا بیا جګړې پیل شي او یا به د ټولو اړخونو په ګډون د هوساینې پر لور ولاړه شي او د څو لسیزو کړکېچ به یې پای ته ورسېږي.

ښاغلي پیدیرسن زیاته کړه چې د کړکېچ، انقطاب او د سوریې پر ملي حاکمیت د تېري وضعیت ته باید اجازه ورنه کړل شي. د هغه په وینا د هوساینې پر لور د سوریې خوځېدل ممکن دي خو د سوریې د مشرانو سمو پرېکړو او د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

د سوریې ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه په تېره ډسمبر میاشت کې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ د وسله والو د ناڅاپي عملیاتو په نتیجه کې پای ته ورسېده او له دې سره د اسد د کورنۍ څه باندې پنځوس کلنه واکمني پای ته ورسېده، خو په دې وروستیو کې د واکمن نظام او د اسد رژیم ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول چې تر ډېره د اسد د کورنۍ له اړوند علوي اقلیت سره تړلي دي.

د کانګرس غړي له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غواړي چې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې د بندولو حکم بېرته واخلي

په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس ودانۍ
په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د کانګرس لسګونه غړو له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غوښتي دي څو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې USAGM د بندولو حکم بېرته واخلي. دا وکیلان استدلال کوي چې دا اقدام به آزادي راډیو او څو نورې رسنۍ زیانمنې او یوازې د امریکا دښمنان لکه روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا خوشاله کړي.

په یوه لیک کې چې د کانګرس له ۴۰ ډېرو غړو لاسلیک کړی ویل شوي دي چې د USAGM بندېدل به په نړۍ کې د امریکا اعتبار او نړیوال دریځ ته زیان واړوي.

په لیک کې راغلي دي چې که دا اداره بنده شي، نو له هاوانا نیولې تر کاراکاس، مینسک او تهران پورې په هغو ټولنو کې چې د رسنیو پر آزادۍ محدودیتونه لګېدلي، میلیونونه خلک به معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې شي.

د کانګرس دې غړو ویلي چې له ولسمشر ټرمپ څخه په کلکه غواړي څو خپل اجرایي فرمان بېرته واخلي او دا خبره یقیني کړي چې د USAGM او د هغې د ټولو اړوندو شبکو فعالیت دوام کوي.

د آزادې اروپا، آزادي راډیو هم له څو لسیزو راهیسې د USAGM په چوکاټ کې خپرونې کوي. د افغانستان لپاره د دې راډیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنوري په ۳۰مه نېټه پیل شوې.

ایران: له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې نه کوو خو د ټرمپ لیک ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړو

د ایران د بهرنیوچارو وزیر یوځل بیا له متحدوایالتونو سره د مستقیمو خبرو احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر وروستي لیک ته به په وخت سره ځواب وویل شي.

عباس عراقچي د ارمنستان په پلازمېنه ایراوان کې له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره په ګډه خبري غونډه کې د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو د ارمني څانګې د خبریال دې پوښتنې ته چې آیا تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبرو ته چمتو دی، په ځواب کې وویل چې هېواد به یې د ډېر فشار، پوځي ګواښ او اقتصادي بندیزونو د پراخېدو په صورت کې له امریکا سره مستقیمې خبرې ونه کړي.

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ستیف ویتکاف د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز خبري شبکې سره د خبرو پرمهال پر دې خبره چې امریکا به ایران ته د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنه کړي، د ټینګار ترڅنګ وویل، د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ته د ولسمشر ډونالډټرمپ لیک، د ایران د اټومي پروګرام پروړاندې د نظامي اقدام د مخنیوي یوه هڅه ده.

ښاغلي ټرمپ درې اونۍ مخکې فاکس نیوز ټلویزیون ته وویل خامنه يي ته یې یو لیک استولی چې هغه ته یې د مستقیمو خبرو وړاندیز پکې کړی دی.

د استانبول د ښاروال د نیول پرضد د اعتراضونو دوام، معترضان د عدالت غوښتنه کوي

په ترکیه کې د حکومت مخالف معترضان د استانبول د ښاروال د بندي کولو پرضد د شپږو پرله پسې شپو د اعتراضونو او له پولیسو سره د نښتو په دوام وايي دوی وايي چمتو دي چې خپلو مظاهرو ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکړي.

معترضانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ادعا رد کړه چې وايي، د دوی دا مظاهرې به چې ده تش نمایش بللی دی آخر پای ته ورسېږي.

په ترکیه کې د تېرو څو لسیزو ترټولو پراخې مظاهرې تېره اونۍ وروسته له هغه پیل شوې چې د اردوغان لوی سیال د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو. معترضانو، مخالفو ګوندونو، اروپايي مشرانو او د بشري حقونو ډلو ټولو دا یو غیر ډیموکراتیک او سیاسي اقدام بللی دی.

له دې اقدام وروسته د ترکیې د بېلابېلو ښارونو په مرکزي چوکونو، واټونو او پوهنتونونو کې هر ماښام زرګونه کسان راټولېږي، د اردوغان پرضد شعارونه ورکوي او نه یوازې له زندانه د امام اوغلو د خلاصون بلکې د حق او عدالت د تطبیق غوښتنه کوي.

اوکراین: د روسیې له ۹۹ بې پیلوټه الوتکو څخه مو ۵۷ یې ویشتلي دي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نن دوشنبه د ( وري ۴) مه د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، چې د روسیې له خوا د ۹۹ توغول شویو بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۵۷ ویشتلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۳۶ نورې بې پیلوټه الوتکې خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي. ددې په اړه څه نه دي ویل شوي چې د پاتې شپږو بې پیلوټه الوتکو سره څه شوي دي.

اوکرایني ځواکونو د لسګونو روسي بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو اعلان وکړ، په داسې حال کې چې د دې هیواد استازو تیره ورځ په سعودي عربستان کې د امریکایي پلاوي سره د روسیې سره د اوربند په اړه خبرې وکړې.

اوکراین دا خبرې رغنده بللي دي، او د امریکا پلاوی به نن په سعودي عربستان کې د روسیې له چارواکو سره د مسکو او کیف ترمنځ د اوربند په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي.

په ترکیه کې د لاریونونو له پيل راهیسي ۱۱۰۰ کسان نیول شوي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، پولیسو پنځه ورځې وړاندې د لاریونونو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کسان نیولي دي.

هغه د دوشنبې په ورځ، د وري په ۴مه وویل چې د لاریونونو په ترڅ کې ۱۲۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د ترکي خبریالانو اتحادیې ویلي چې په نیول شویو کسانو کې نهه خبریالان هم شامل دي.

د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو له نیول کېدو وروسته د ترکیې په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شول.

امام اوغلو، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیاسي سیال دی، تېره اونۍ د فساد په تور ونیول شو.

یو شمېر اروپايي هېوادونو په ترکیه کې د دې تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی په ترکیه کې د ډیموکراسۍ د برخلیک په اړه اندیښمن دي.

امریکا او روسيې د سعودي عربستان په کوربه توب د اوکراین په اړه خبرې پیل کړې

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د امریکا او روسیې چارواکو د دوشنبې په ورځ، د وري ۴مه، د سعودي عربستان په کوربه توب خبرې اترې پیل کړې.

د رویټرز په وینا، روسي چارواکي پرون ماښام سعودي عربستان ته ورسیدل.

د دې خبرو اترو موخه په اوکراین کې د پراخ اوربند پر لور پرمختګ دی، چې د متحده ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوی.

دا خبرې اترې د یکشنبې په ورځ د امریکا او اوکراین د چارواکو تر غونډې وروسته ترسره کیږي.

د امریکا پلاوي تر اوسه د یکشنبې د ورځې د اوکراین سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف، چې په دې غونډه کې یې د خپل هیواد د پلاوي مشري کوله، خبرې اترې رغنده وبللې.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هدف د اوکراین او ټولې اروپا لپاره د عادلانه او تلپاتې سولې تامینول دي، هغه وویل چې هیواد یې هڅه کوي چې دا موخه په واقعیت بدله کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې ملاتړ کوو

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې په افغانستان کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي.

دې سازمان نن دوشنبه، د مارچ ۲۴مه، د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د خپلو شریکانو سره نږدې نه کار کوي ترڅو د دې وژونکې ناروغۍ څخه اغیزمن شوي هر فرد، کورنۍ او ټولنې ته ورسیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا سازمان به په افغانستان کې د نري رنځ سره د مبارزې ملاتړ ته د اړینو تخنیکي ملاتړ په ورکولو سره دوام ورکړي.

اوس مهال، په افغانستان کې پرنري رنځ د اخته ناروغانو کره شمېره معلومه نه ده، خو د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویب پاڼه کې د ۲۰۱۷ کال لپاره شمېرې خپرې کړې دي، چې له مخې یې په افغانستان کې د نري رنځ له ۴۷۰۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړې دي.

سږ کال د نري رنځ نړیواله ورځ د "هو، موږ کولی شو د ژمنې، پانګونې او عمل سره نری رنځ پای ته ورسوو" تر شعار لاندې نمانځل کیږي.

د کاناډا صدراعظم وارمخکې انتخابات اعلان کړل

د کاناډا صدراعظم مارک کارني
د کاناډا صدراعظم مارک کارني

د کاناډا نوي صدراعظم، دې ته په اشاره چې د کاناډا پر اقتصاد د ډونالډ ټرمپ له لوري د وضع شوو تعرفو له اغېزو سره د مقابلې لپاره د کاناډا اقتصاد قوي ملاتړ ته اړتیا لري، تر خپل وخت مخکې د ثور په ۸مه (اپرېل ۲۸) د انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان وکړ.

مارک کارني د یکشنبې په ورځ (د وري ۳مه) له خبریالانو سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر تجارتي اقدامات «ناعادلانه» وبلل او زیاته یې کړه چې د کاناډا حاکمیت تر ګواښ لاندې دی.

هغه له خپلو هېوادوالو د «قاطع او مثبت» ملاتړ غوښتنه وکړه.

په کاناډا کې بدلونونه هغه وخت پیل شول، کله چې ډونالډ ټرمپ د کاناډا لپاره تعرفې لوړې کړې چې ورپسې پخواني صدراعظم جاستین ترودو، له واکه لاس واخیست.

مارک کارني، چې پخوا یې نه په سیاست او نه هم په انتخاباتي کمپاینونو کې تجربه درلوده، دوه اوونۍ وړاندې د لیبرال ګوند مشري ترلاسه کړه.

نوموړی پخوا د کاناډا او بریتانیا د مرکزي بانکونو مشر پاتې شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG