د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه تړون لاسلیک نه کړي، مایوسه به شي، خو ده ټینګار کړی، چې نه غواړي د اوکراین په جګړه کې د دغه ۳۰ ورځني اوربند د هوکړې پر لور پر پوتین فشار راوړي.
په پیکنګ کې نن د چین، روسیې او ایران استازیو له درې اړخیزې غونډې وروسته پر تهران د واشنګټن بندیزونه یو اړخیز او غیرقانوني وبلل.
احمد الشرع د سوریې لنډمهاله ولسمشر د پنځه کلنې انتقالي دورې لپاره د اساسي قانون اعلامیه لاسلیک کړه. الشرع دا اعلامیه د سوریې د "نوي تاریخ پیل" وبلله.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وایي، د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې له شوې موافقې وروسته د پولنډ له سرحدي لارې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لیږد بېرته پیل شوی دی.
د سوریې په لویدیز کې د تاوتریخوالي د راپورته کیدو له امله، ددې هېواد انتقالي حکومت د دې توان په اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې آیا دا حکومت د خپلو اړوندو ډلو کنټرول ساتلی شي او که نه. همداراز، دې پیښې د روسیې او ایران ښکیلتیا ته هم جدي پام اړولی دی.
روسیې او اوکراین د دوی ترمنځ د اوربند تر وړاندیز څو ساعته وروسته تېره شپه یو پر بل هوایي بریدونه کړي دي.
د اوکراین او امریکا جګپوړي چارواکي د سعودي عربستان په جده ښار کې یوې مهمې غونډې کې راغونډ شوي، څو د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د کییف او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ډګرونه هم تاوده شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د خپل هېواد د چارواکو او امریکايي مقاماتو ترمنځ د مهمو خبرو اترو په درشل کې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد، او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان، سره ولیدل.
نور راوښيه