د اوکرایني پلاوي مشر اندري یرماک، چې د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دفتر مشر دی، ویلي چې د دوی د اجنډا مهم ټکي "د اوکراین د ګټو ساتنه" او "د جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه لیدلوری" دی.
یرماک د مارچ پر ۱۱ مه د ګارډین ورځپاڼې لپاره په یوه لیکنه کې ویلي: "په هغه درې کلنه جګړه کې، چې د روسیې فدراسیون زموږ پر هېواد تحمیل کړې، اوربند تر ټولو نږدې بریښي."
نوموړي زیاته کړې: "په اوکراین کې اوربند یوازې له ډیپلوماټیکو ژمنو نه ترلاسه کېږي. دا پدې مانا هم دی چې پر روسیې سیاسي او مالي فشار راشي، څو د جګړې بیا پیلول ورته ګران تمام شي."
د امریکا او اوکراین اړیکې او د جګړې پر حالاتو یې اغېز
سعودي کې امریکا او اوکرایني چارواکي له هغې ۱۱ ورځې وروسته سره جرګه کیږي چې د سپینې ماڼۍ یو جنجالي ملاقات د اوکراین او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د لیدنې پر مهال له دې انکار وکړ چې د اوکراین د طبیعي زېرمو او نادره عناصرو ته د لاسرسي په احتمالي تړون کې د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه شامل کړي.
له دې وروسته، واشنګټن اوکراین ته پوځي مرستې وځنډولې او د جګړې په ډګر کې یې د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول هم محدود کړل.
د اوکراین د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، اولېکسندر میرېژکو، ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي چې دا غونډه باید د "د ټرمپ د نوې ادارې او اوکراین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره لومړی ګام" وګڼل شي او دا د زیلینسکي او ټرمپ ترمنځ "یو مستقیم ملاقات" ته لاره هوارولی شي.
هغه زیاته کړه: "زه تمه لرم چې له خپلو امریکايي ملګرو څخه واورو چې آیا ټرمپ د اوکراین لپاره کومه ستراتیژي لري، چې روسیه څنګه ودرول شي، ځکه چې د ټرمپ وروستي څرګندونې ډېرې پوښتنې راپورته کوي."
تر اوسه دا معلومه نه ده چې امریکا به تر دې خبرو وروسته د اوکراین پوځي مرستې بېرته پیل کړي او که نه. د غونډې له پیل مخکې، ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو بندیز یې "نږدې پای ته رسولی."
د امریکا پخواني سفیر جان هېربسټ ویلي، که د معلوماتو شریکولو محدودیتونه له دې خبرو وروسته لرې شي، دا به د اوکراین لپاره یو ښه پرمختګ وي.
هغه زیاته کړه: "که دا بندیز لرې شي، دا ښه خبر دی. که نه لرې کېږي، نو دا ښيي چې ټرمپ پر اوکراین فشار ته دوام ورکوي."
امریکا د سعودي له خبرو څه غواړي؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د امریکا د پلاوي مشري کوي، ویلي چې دا خبرې پر دې متمرکزې دي چې معلومه کړي اوکراین د سولې د تړون په بدل کې څه ډول امتیازات ورکولی شي.
روبیو د مارچ ۱۰ پر ورځ خبریالانو ته ویلي: "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ له دې غونډې څخه داسې یو روښانه درک ترلاسه کړو چې اوکراین چمتو دی سختې پرېکړې وکړي، لکه روسیه چې باید ورته سختې پرېکړې وکړي، څو دا جګړه یا ختمه شي یا لږ تر لږه یو ډول توقف ومومي."
تر دې دمه د غونډې دقیق جزییات نه دي افشا شوي. روبیو هم نه دي ویلي چې د احتمالي توافق چوکاټ به څنګه وي، او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دې خبرې تایید یا رد نه دی کړی چې ایا د اوکراین د نادرو طبیعي زیرمو د تړون او د استخباراتو شریکولو مسئله به په جده کې بحث شي که نه.
روبیو ویلي چې د کییف او مسکو له لوري امتیازات به د سولې د خبرو لپاره مهم وي، او د روسیې سره به راتلونکي مذاکرات معلوم کړي چې مسکو څه ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه: "موږ نه پوهېږو چې هغوی (اوکراین او روسیه) څومره له یو بل څخه لرې دي."
په سعودي عربستان کې د خبرو اجنډا څه ده؟
په دغو خبرو کې د امریکا تمرکز پر دې دی چې اوکراین د سولې تړون د یوې برخې په توګه څه منلی شي.
له غونډې مخکې، کییف ویلي وو چې د هوايي او سمندري بریدونو لپاره یو موقت اوربند ته حاضر دی، خو د مځمکنۍ جګړې لپاره نه.
اوکراین تېره شپه د مسکو او شاوخوا سیمو پر ضد پراخ ډرون بریدونه ترسره کړل، چې د دوی هوايي وړتیاوې ښيي.
د دغو خبرو لپاره د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سبيها او د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم په جده کې دي.
د ټرمپ د منځني ختیځ استازي، سټیو ویتکاف، تېرې اوونۍ هیله ښودلې وه چې دا خبرې به د اوربند او سولې د احتمالي تړون لپاره چوکاټ برابر کړي. راپورونه وايي چې ویتکاف به دا اوونۍ مسکو ته سفر وکړي، څو له پوتین سره وګوري.
د اروپا او روسیې رول
له دې خبرو سره هممهاله، د ۳۰ څخه د زیاتو هېوادونو پوځي چارواکي د مارچ ۱۱ په پاریس کې سره ګوري، څو د اوکراین لپاره د یوه نړیوال امنیتي ځواک پر جوړولو بحث وکړي.
فرانسه او بریتانیا دا ځواک د دې لپاره جوړوي، څو د احتمالي اوربند وروسته د روسیې د بلې پراخې حملې مخه ونیسي.
مسکو ویلي چې دا ځواک نه مني، او غواړي چې د سولې پروسې یوه برخه د لوېدیځو بندیزونو لرې کول وي، چې دا مسله تېر میاشت سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د خبرو پر مهال هم مطرح شوې وه.
د فرانسې پخوانۍ دیپلوماته، ماري دومولن، وايي، دا هر څه اوکراین ته د خبرو اترو پر مېز لا زیات قوت ورکولی شي، څو دا معلومه کړي چې ایا د دوی لپاره وړاندیزونه بسنه کوي او که نه.
هغې زیاته کړه: "دا ټولې هڅې اوکراین ته یو څه واک ورکوي، څو ووایي چې ایا دوی ته وړاندیز شوی تړون بسنه کوي او که نه."