د اوکراین او امریکا جګپوړي چارواکي د سعودي عربستان په جده ښار کې یوې مهمې غونډې کې راغونډ شوي، څو د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د کییف او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ډګرونه هم تاوده شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د خپل هېواد د چارواکو او امریکايي مقاماتو ترمنځ د مهمو خبرو اترو په درشل کې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد، او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان، سره ولیدل.
د سوریې حکومتي ځواکونو او د مخلوع ولسمشر بشار اسد وفاداره ځواکونو تر منځ په وروستیو نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله رسېدلې ده. اخوا د سوریې ولسمشر احمد شرع د پخواني رژیم ملاتړو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې خپلې وسلې او ځانونه تسلیم کړي.
ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې د بدلونونو لنډ تاریخ خپور کړی، چې پکې د تېرې پیړۍ مهمې شیبې او لاسته راوړنې راخېستل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې پر اوکراین د روسې پراخو عملیاتو ته په پام سره دی پر روسیې د پراخو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي.
د سوریې د جګړې د څار سازمان نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې د نوې حکومت د امنیتي ځواکونو او د پخواني رژیم د وفادارو وسلوالو ترمنځ نښتو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. دا نښتې د سوریې په ساحلي سیمو کې شوې، هغه سیمې چې د مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د مارچ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز ولګوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري او د حماس افراطي ډلې مشرانو ته یې د تېښتې لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.
ډونالډ ټرمپ تېره شپه د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ وینا کې د بهرني او کورني سیاست مهم اړخونه را وسپړل او ادعا یې وکړه چې امریکا یې په ښه لوري روانه کړې ده. د هغه د خبرو پر مهال ډیموکراتانو اعتراض هم کاوه چې ترڅ کې یې د کانګرس یو ډیموکرات غړی له غونډې و ایستل شو.
نور راوښيه