داسې مهال چې د امریکا د کډوالۍ کیس لرونکي افغانان یاد هېواد ته د لېږد په بهیر کې ځنډ لا مخه اندېښمن کړي دي، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دې هېواد ته د افغانانو او پاکستانیانو په سفر بندیز ولګوي.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ د دریو سرچینو په حواله، چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي، ویلي چې دا بندیز به راتلونکې اونۍ پلی شي او ممکن نور هېوادونه هم په دې نوملړ کې شامل وي.
دې سرچینو د نورو هېوادونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې دغه اقدام د دې هېوادونو د امنیتي خطرونو له څېړلو وروسته شوی دی.
د راپور له مخې ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د کابینې څو غړو ته امر کړی چې د روان کال د مارچ تر ۱۲مې د هغو هېوادونو نوملړ وړاندې کړي چې امریکا ته یې د وګړو سفر باید تر یوه بریده یا په بشپړ ډول ودرول شي.
په راپور کې د دغو درېیو سرچینو او یوې بلې سرچینې په حواله، چې هغه هم نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویل شوي چې افغانستان به د سفري بندیزونو په دې لیست کې، چې سپارښتنه یې شوې، شامل وي او پاکستان به هم په دې لیست کې د شاملولو لپاره وړاندیز شي.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دغه بندیز د امریکايي ځواکونو په زرګونه افغان همکاران، چې د امریکا د کډوالۍ کیسونه لري، اغېزمنولی شي، چې له شاوخوا درېنیمو کلونو راهیسې په افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، البانیا او نورو هېوادونو کې په ستونزو شپې او ورځې تېروي.
په پاکستان کې د امریکا د P-2 کیس لرونکی شکیب موسوي، چې ټاکل شوې وه د فیبرورۍ په پیل کې امریکا ته سفر وکړي، وايي چې دې خبر ډېر خواشینی کړی دی:
"موږ امریکایانو سره کار کړی او دوهنیم کاله کېږي چې د امریکا د رسمي ایمیل له لارې دلته راغلي یو. هر څه مو چې درلودل، خرڅ مو کړل څو ژر له دې ځایه انتقال شو، اوس موږ بل هېڅ لاره نهلرو، که افغانستان ته ولاړ شو، ژوند مو له خطر سره مخ دی."
په افغانستان کې د SIV یو کیس لرونکي احمدالله ازادي راډیو ته وویل:
"موږ دا درېنیم کاله په انتظار یوو چې زموږ د کیسونو برخلیک څنګه کېږي. د افغانستان په اوسنیو شرایطو او بېکارۍ کې مو ان د پاسپورت لپاره پیسې نه درلودې، پور مو واخیست او پاسپورت مو جوړ کړ، ځکه د کیس لپاره ورته اړتیا وه. موږ هیله لرو چې کارونه مو مخ ته ولاړ شي څو له خیره امریکا ته ولاړ شو."
په ورته وخت کې، امریکا ته د افغان کډوالو د انتقال د بهیر ملاتړې بنسټ افغان ایواک هم تایید کړی، چې ښايي امریکا په راتلونکو اوونیو کې دې هېواد ته د افغانانو او یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګوي.
یاد بنسټ په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره له هغه افغان وګړو څخه، چې د امریکا ویزې او د سفر قانوني اسناد لري، غوښتي چې ژر تر ژره امریکا ته دننه شي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشري په لومړۍ دوره کې هم امریکا ته د اوو هېوادونو پر وګړو، چې ډېری یې اسلامي هېوادونه وو، د ورتګ بندیز لګولی و، چې په ۲۰۱۸ کال کې د سترې محکمې له خوا تایید هم شو.
خو د متحده ایالاتو مخکیني ولسمشر جو بایډن بیا دغه بندیز په ۲۰۲۱ کال کې لرې کړ.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل لومړني اجرایوي اقدام کې د ۹۰ ورځو لپاره بهرنۍ مرستې او د کډوالۍ پروګرامونه وځنډول، چې په پایله کې یې امریکا ته د زرګونو افغانانو د لېږد بهیر ودرول شو.
د امریکا حکومت ویلي، ان هغه افغان کډوال، چې په افغانستان کې د امریکا حکومت پخواني همکاران وو او دغه هېواد ته لېږدول شوي وو، له امنیتي پلوه په سمه توګه نهدي څېړل شوي، نو له همدې امله د لېږد پروګرام یې ځنډولی دی.
امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه څه باندې ۱۲۰ زره افغانان ایستلي وو.