پوښتنه دا ده چې ډونالد ټرمپ د فشار لپاره څه ډول وسلې په واک کې لري؟
کارپوهان په دې اړه دریو وسلو ته اشاره کوي چې هغه بندیزونه، تعرفې او اوکراین د وسلو استول دي.
ښاغلي ټرمپ د بندیزونو په اړه ویلي چې داسې مالي اقدامات ترسره کولای شي چې د روسیې لپاره به ډېر ګران وي.
د تل په شان، ټرمپ د لا زیاتو بندیزونو خبره کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین که دغه تړون لاسلیک نه کړي، مایوسه به شمد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
په دې اړه د ټرمپ د ادارې د خزانې وزیر او د اقتصادي شورا مشر هم خبر کړي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
ځینې نور شنونکي په دې باور دي چې امریکا کولای شي د مسکو پر وړاندې د ځپونکي او فشار سیاست وکاروي.
امریکا د مارچ په ۱۳مه د روسیې پر ځینو هغو بانکونو چې د ګازو او تېلو بیې پرې کوي، د بندیزونو معافیت ور تمدید نه کړ.
دا چارې به د هغو هېوادونو کار ستونزمن کړي چې له روسیې ګاز پېري.
په دې مسلو د امریکا له لوري معافیت به د روسیې لپاره یو بل فشار وي او متحده ایالاتو په بندیزونو کې د اسانتیا خبره مذاکراتو ته د مسکو د چمتو او حاضرېدو په شرط کړې ده.
خو پوتین د اوکراین د بې وسلې کولو او کییف ته د متحده ایالاتو د وسلو د بندولو په شمول په شان د لا زیاتو تمه لري، دغه راز په دې برخه کې نورې اقتصادي مسلې هم مطرح شوې دي.
بله مسله د تعرفو لګول دي چې امریکا کولای شي د روسیې پر وړاندې یې وضع کړي چې البته اغیز به پراخ نه وي ځکه روسیه امریکا ته په کمه اندازه صادرات لري.
تېر کال امریکا ته د روسیې صادرات ۸۰ سلنه راکم شول په داسې حال کې چې د دې صادراتو کچه د اوکراین له جګړې مخکې په کلني ډول درې میلیارد ډالذو ته رسېدله.
بل څه چې په دې برخه کې مطرح شوي هغه پر سعودي عربستان د فشار واردېدل دي تر څو د تېلو د بیو په لوړوالي په نړیوال بازار کې د تېلو بیه ټیټه کړي تر څو د روسیې اقتصاد ته د پام وړ زیان ورسېږي.
دریمه موضوع چې پر روسیې فشار وارودوي او روسیې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي کیټ کیلاوګ له خوا هم وړاندیز شوې هغه د وسلو خبره ده.
امریکا دا کار د وکراین پر وړاندې ترسره کړی او د تېر کال په جون میاشت کې یې وویل چې د مذاکراتو مېز حاض نه شي دغه هېواد به د وسلو استول بند کړي.
اوس کولای شي پوتین ته ووایي چې که د خبر اترو میز ور حاضر نه شي اوکراین به زیاتې وسلې په واک کې ورکړي تر څو په جګړه کې روسیې زیاته مرګ ژوبله ور واوړي.
خو د کارپوهانو په باور دا اقدامات به د امریکا لپاره هم له زیانه خالي نه وي.