په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ما جایو شو، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي برخه اخیستې وه.
د تهران د اټومي پروګرام موضوع بیا د نړیوالو پام ځان ته اړولی
د ایران د اټومي پروګرام موضوع ته په دې وروستیو ورځو کې توجه وروسته تر دې زیاته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هغه تهران ته یو لیک لېږلی چې پکې یې د اټومي خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه کړې او که ایران انکار وکړي، نو د احتمالي پوځي اقدام خبرداری یې ورکړی.
په پیکنګ کې تر ننۍ غونډې وروسته، د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې دوی د اټومي مسئلې او د بندیزونو د لرې کولو په اړه بحث وکړ او ټولو پر ایران د یو اړخیزو بندیزونو د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کاوه.
ما جایو شو زیاته کړه، چې ټول لوري باید د اوسني وضعیت د اصلي علتونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي او د بندیزونو، فشارونو او د ځواک د کارولو له ګواښونو لاس واخلي.
د چین، روسیې او ایران نږدې کېدونکې اړیکې
په وروستیو کلونو کې د تهران، ماسکو او بیجینګ اړیکې لا پیاوړې شوې دي . روانې اونۍ دغو درېیو هېوادونو د منځني ختیځ د ستراتیژیکې ساحې د کنټرول د ځواک ښودلو لپاره د هرمز تنګي ته څېرمه د عمان په خلیج کې سمندري تمرینات ترسره کړل.
په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس/پخواني ټویټر پاڼه کې ولیکل، چې ایران به تر فشار لاندې خبرو ته سر ټیټ نه کړي.
تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له هغه تړون څخه ووت، چې د بندیزونو د کمولو په بدل کې له ایران سره لاسلیک شوی و. په دې تړون کې راغلي وو، چې ایران به یورانیم له یوې مناسبې اندازې زیات نه غني کوي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دا تړون د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره کافي نه و.
چین وايي، چې د پیکنګ ننۍ درې اړخیزه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه، چې اړیکې پیاوړې شي، همغږي زیاته شي او د ایران د اټومي مسئلې په اړه خبرې او مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.