د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۹

د محمود شاه حبیبي  روغتیايي وضعیت ته د امریکا اندېښنه


طالبانو د حکومت له بنده تر دوه کلونو زیات بند وروسته د امریکايي وګړي جورج ګلیزمن له خوشې کېدو سره هم‌مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د افغان‌الاصله امریکايي بندي، محمود شاه حبیبي د روغتیايي وضعیت په اړه ژور اندېښمن دي.

د دغه وزارت ویاندې ټامي بروس د جمعې په ورځ (مارچ ۲۱) د دغه وزارت په یوه خبري غونډه کې وویل چې د هغه او په افغانستان کې د ځینو نورو امریکايي بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي:

“موږ په ژوره توګه د محمود شاه حبیبي او نورو امریکایانو د روغتیا په اړه اندېښمن یو چې لا هم په افغانستان کې بندیان دي. له هېواده بهر د امریکايي وګړو امنیت او خوندیتوب د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لپاره له تر ټولو لوړ لومړیتوبونو څخه دي، او موږ په نه ستړي کېدونکي ډول کور ته یې د هغوی د بېرته ستنولو لپاره هڅه کوو.”

۳۷ کلن محمود شاه حبیبي چې د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و، د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې نیول شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د طالبانو حکومت له هغه مهاله تر اوسه دا خبره رد کړې چې ګواکي محمود شاه حبیبي چې افغان‌الاصله امریکايي دی، د دوی په زندان کې دی.

ازادي راډیو له پرله‌پسې هڅو سره - سره د محمود شاه حبیبي له کورنۍ سره په اړیکه ونه توانېده، خو کابو دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور احمدشاه حبیبي د امریکا او افغانستان ترمنځ د بنديانو د تبادلې پر مهال ازادي راډیو ته ویلي وو چې طالبانو په دې تبادله کې د محمود شاه حبیبي له شاملولو ډډه وکړه.

دوه میاشتې مخکې، راین کاربیټ او ویلیم مک‌کنټي، دوه نور امریکایان چې په افغانستان کې نیول شوي وو، د طالبانو د یوه غړي خان محمد په بدل کې چې په کالیفورنیا کې د مخدره توکو د قاچاق او ترهګرۍ په تور په عمري بند محکوم شوی و، تبادله شول.

دا په داسې حال کې ده چې جورج ګلیزمن، د اتلانتا اوسېدونکی او د الوتکې میخانیک، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له لومړي سفر وروسته، د مارچ په ۲۰مه په کابل کې خوشې کړل شو.

ګلیزمن په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د یو توریستي سفر پر مهال د طالبانو له لوري نیول شوی و.

له دې سره، د نړیوالو چارو ځینې پوهان وايي، که امریکا پر طالبانو فشار راوړي او نرمۍ کار وانخلي، ممکن طالبان محمود شاه حبیبي هم خوشې کړي.

له دې ډلې میرویس اشفته د شنبې په ورځ (مارچ ۲۲) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

“د ښاغلي محمود شاه حبیبي په اړه طالبان لومړی باید اعتراف وکړي چې له دوی سره بندي دی، او بیا نو طبعا دوی (طالبان) په دې برخه کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې دي. زما په نظر، امریکا تر اوسه له دې شرایطو سره موافقه نه ده. هر کله چې دوی دا درک کړي چې امریکا نه غواړي دا حالت دوام ومومي، نو د خپلو ګټو لپاره دا هوښیارتیا کوي چې له امریکا سره هوکړه وکړي.”

د یادونې ده چې د محمود شاه حبیبي کورنۍ تر دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکي د ده نیول په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو سره تړاو لري.

د ښاغلي حبیبي د کورنۍ غړي، چې د هغه د ژر تر ژره خلاصون غوښتونکي دي، وايي چې حبیبي په وروستیو کلونو کې په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او تر هغه وړاندې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر و.

XS
SM
MD
LG