د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکايي وګړی جورج ګلزمن چې د مارچ په شلمه د طالبانو له بنده ازاد شوی و، امریکا ته رسیدلی او له خپلې ښځې يې سره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمی بروس د مارچ په ۲۱مه یوې خبرې ناستې ته وویل، د اندروز په پوځي اډه کې د ګلزمن هرکلي ته د طالبانو له بنده ازاد شوی رایان کوربټ راغلی و.
بروس په دې ناسته کې وړاندې وویل، " ګلزمن ته د ښه راغلاست له مراسمو وروسته هغه او ښځه يې د استراحت لپاره بل ځای ته لاړل".
۶۶ کلن ګلزمن هغه مهال د طالبانو له بنده ازاد شو چې یو امریکايي لوړپوړي پلاوي د لومړی ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ.
طالبان اوس پوهیږي چې اوس د ښار واکمن څوک دی، ولسمشر ټرمپ نوی واکمن دی او همدا لامل دی چې تاسې دا بدلون وینئادام بویلر
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې دا لومړی ځل و چې په لوړه کچه یوه امریکايي پلاوی کابل ته تللی وه.
د پلاوی غړی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي وو چې هغه او د اسیرانو په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي ادام بویلر د مارچ په شلمه په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل.
د خلیل زاد په ټکو، " موږ واتونیدو چې امریکایي وګړی جورج ګلزمن په کابل کې له دوه کلن بند وروسته ازاد کړو، طالبانو موافقه وکړه چې جورج د امریکا له خلکو او ولسمشر سره د حسن نیت په موخه راخوشي کړي".
دا چې د طالبانو او امریکايي پلاوی ترمنځ نور په کوم مسایلو خبرې اترې شوې دي، جزیات يې خپاره شوي نه دي.
د امریکا متحده ایالاتونه لکه د نړۍ نور هېوادونه د طالبانو حکومت په رسیمت نه پیژني.
موږ واتونیدو چې امریکایي وګړی جورج ګلزمن په کابل کې له دوه کلن بند وروسته ازاد کړو، طالبانو موافقه وکړه چې جورج د امریکا له خلکو او ولسمشر سره د حسن نیت په موخه راخوشي کړيزلمی خلیلزاد
ګلزمن چې تازه د اندروز پوځي اډې ته رسیدلی و، فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکې ویلي، " داسې احساس کوم چې له سره زیږیدلی یم، زه مننه کوم او داسې کلمات سره نشته چې د خوشالۍ احساس مې پرې بیان کړم".
ګلزمن په خپلو خبرو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او نورو هغوو کسانو مننه وکړه چې د هغه د خوشي کیدو لپاره يې هڅې کړې وې.
ګلزمن دا هم وویل چې هغه په کابل کې تښتول شوی و او په یوې تیاره کوټه چې هیڅ ډول اسانتیاوې په نه وې ساتل کیده.
ادام بویلر بیا فاکس نیوز سره خبرو کې د نورو بندي امریکايي د خوشي کیدو په اړه هیله مندي ښودلې ده.
د هغه په ټکو، "طالبان اوس پوهیږي چې اوس د ښار واکمن څوک دی، ولسمشر ټرمپ نوی واکمن دی او همدا لامل دی چې تاسې دا بدلون وینئ".
محمود شاه حبیبي یو بل افغان اصله امریکايي دی چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
که څه له وړاندې د طالبانو حکومت ویلي چې حبیبي له دوی سره زنداني نه دی خو د شاه محمود حبیبي کورنۍ ازادي راډیو سره په خبرو کې په ځلونو ویلي چې هغه له طالبانو سره دی.
ګلزمن چې د الوتکو میخانیک انجینر او د امریکا د اتلانتا اصلی اوسیدنکی دی په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د یو سیاحتي سفر پرمهال د طالبانو له لوري ونیول شو.
د امریکا حکومت هغه مهال ویلي، "ګلزمن ناحقه نیول شوی دی".
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ګلزمن ازادیدل یو مثبت ګام بللی او زیاته کړې ده چې قطري چارواکو د ګلزمن په راخوشي کیدو کې د منځګړي رول درلوده.
قطر له دې وړاندې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د منځګړي په توګه رول درلودلی دی.
د روبیو په ټکو، "دا موضوع روښانه ده چې لا هم نور امریکایان په افغانستان کې بندیان دي".
دوه میاشتې وړاندې د دوو امریکايي وګړو هر یو رایان کوربټ او ویلیم مک کنټي په بدل کې د مخدره توکو په تور په امریکايي زنداني خان محمد سره په تبادله کې راخوشې شول.
خان محمد چې په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کې نیول شو و، په عمري بند محکوم وو.