د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

پوتین له ټرمپ خبرو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو هوکړه وکړه


روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو پر مهال ومنله چې د اوکراین د انرژۍ سکتور او بنسټیزو تأسیساتو پر ضد بریدونه د ۳۰ ورځو لپاره ودروي، چې دا د بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره یو ګام ګڼل کېږي.


دا د روسیې لومړنی امتیاز دی چې درې کلونه مخکې پر اوکراین د پراخ یرغل د پیل راهیسې یې وړاندې کوي، خو بیا هم د ټرمپ د هغه هدف سره برابر نه‌دی چې غواړي سمدستي د جګړې په ټولو جبهاتو کې اوربند وشي.

د دې تلیفوني خبرو پر مهال، پوتین د بشپړ اوربند لپاره یو شمېر شرطونه وړاندې کړل، چې پکې اوکراین ته د نظامي مرستو او استخباراتي معلوماتو بندیدل شامل وو، هغه شرایط چې کییف به یې تقریباً حتماً رد کړي. تېره اوونۍ، اوکراین د ټرمپ د سمدستي اوربند وړاندیز په دې شرط چې روسیه هم ورته شرایطو ته غاړه کېږدي ومانه.

دواړو ولسمشرانو وویل چې د دوی د هېوادونو ډیپلوماتان به د بشپړ اوربند لپاره خبرو ته دوام ورکړي، یوه پروسه چې ښایي میاشتې ونیسي. په عین حال کې به روسیه پر اوکراین د مځکې او هوا له لارې خپل یرغل ته دوام ورکړي.

سپینې ماڼۍ او کریملین دواړو د مارچ پر ۱۸مه د دغو ټلیفوني خبرو اړه، چې له ۹۰ دقیقو ډیر دوام یې وکړ، بیانونه خپاره کړل. دواړو وویل چې امریکا او روسیه ژمن دي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې یو اوږدمهال هوکړه رامنځ ته کړي ي.

کریملین د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ددې ټیلفوني خبرو په اړه وویل چې پوتین د جګړې د کرښې د تماس په ټولو نقطو کې د احتمالي اوربند د څارنې، ، د اوکرایني پوځ د بسیج د پای ته رسېدو، او کییف ته د لویدیځ نظامي مرستو بندیدو په ګډون یو شمېر موضوعات مطرح کړل.

کریملین ویلي: "دا ټینګار وشو چې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي او په کې سیاسي او ډیپلوماټیک حل‌لارو ته د رسېدو اساسي شرط باید اوکراین ته د بهرنۍ نظامي مرستې او استخباراتي معلوماتو بشپړ بندیدل وي."

کریملین همداراز ویلي چې د سولې خبرې باید "د بحران د ریښو د له‌منځه وړلو مطلق ضرورت او د امنیت په برخه کې د روسیې قانوني ګټې په پام کې ونیسي." دا اشاره ناټو کې د اوکراین احتمالي غړیتوب او نورو هغو موضوعاتو ته ده چې مسکو یې پر اوکراین د خپل یرغل د توجیه لپاره کاروي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي کې داسې مهال چې پر یو کاري سفر فنلنډ ته تللی له هغه ځایه خبریالانو ته وویل چې د پوتین غوښتنې دا ښیي چې هغه پر اوربند نه، بلکې د اوکراین د وسلوالو ځواکونو پر کمزوري کولو تمرکز لري.

زیلینسکي وویل: "کله چې پوتین د پوځ بسیج د پای ته رسېدو خبره کوي، دا د بشري دریځ له مخې نه، بلکې زموږ د پوځ د کمزوري کولو د هڅې په توګه مطرح کوي. همداراز، د نظامي مرستو او استخباراتي معلوماتو د بندیدو غوښتنه یې هم همدې هدف لپاره ده."

هغه زیاته کړه، یو څه چې پوتین " پرې خبرې نه‌کوي، هغه له قید او شرط پرته اوربند، اوربند پرته له دې چې بېلابېلې نورې مسالې ورسره وتړل شي. "

کارپوهان زیاتره تمه لري چې پوتین به بشپړ اوربند رد کړي، ځکه هغه باور لري چې جګړه یې ګټلې ده او وخت یې په ګټه دی. که څه هم روسیه په ختیځ اوکراین کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي، خو لاهم نشي کولی څلور هغه سیمې، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د الحاق ادعا کړې وه، بشپړ کنټرول کړي. دا سیمې دونېڅک، لوهانسک، زاپورېژیا، او خېرسون دي.

په اوسني وخت کې اوربند ښایي روسیه د دې هدف له بشپړولو محرومه کړي.

زیلینسکي څو ځلې ټینګار کړی چې کییف به یوازې د سولې هغه هوکړه ومني چې د لویدیځ متحدینو لخوا د اوکراین د امنیت ضمانت په کې شامل وي، چې پکې د ناټو احتمالي غړیتوب هم راځي.

هغه د فیبرورۍ په میاشت کې وویل: "ما په ناټو کې د اوکراین په غړیتوب ټینګار کړی، خو تاسې پوهېږئ چې ځوابونه یې څه دي."

د نوموړې اشاره دې ته وه چې د ناټو په پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب په لاره کې لا هم ډیر خنډونه موجود دي.

د مارچ پر ۱۶مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سي بي ایس له شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د سولې یو نهايي هوکړې ته رسیدل به "د روسیې او اوکراین دواړو له خوا سخت کار، او تیریدنه" وغواړي.

روبیو زیاته کړه: "تر هغو چې د جګړې دواړه خواوې پریو بل ډزې کوي، د دې خبرو اترو پیلول به سخت وي."

تر دې جلا، د مارچ پر ۱۷مه، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د کاناډا نوی لومړی وزیر مارک کارني په پاریس کې سره وکتل او "د اوکراین د دفاع لپاره یې پر خپل کلک ملاتړ" ټینګار وکړ.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: "اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، او موږ یې ملاتړ ته ژمن یو."

XS
SM
MD
LG