د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۹

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز جنایت دی


په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل سره هم‌مهاله، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي طالبانو د څلورم کال لپاره د افغان نجونو د زده‌کړو حق غصب کړی دی.

د ملالې بنسټ د یکشنبې په ورځ د مارچ ۲۳مه افغان نجونو ته په یو لیک کې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ته په غبرګون کې ویلي دا بندیز نه یوازې بې عدالتي، بلکې جنایت دی.

ملالې یوسفزۍ هم په یو وېډیو بیان کې چې د هغې د بنسټ په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور شوی ویلي: "طالبانو د څلورم کال لپاره د افغان نجونو د زده‌کړو حق غصب کړ، د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې ژوره بې‌عدالتي ده، بلکې یو جنایت دی، داسې جنایت چې زه یې هېڅکله نه‌منم او موږ ټول یې باید ونه منو."

د ملالې بنسټ له لوري په خپور شوي لیک کې راغلي چې افغان نجونې هر سهار ښوونځیو ته د تګ پر ځای په یوې داسې ټولنه کې راپاڅېږي چې د دوی راتلونکی یې غلا کړی دی.

ملالې بنسټ ویلي طالبان نه یوازې د نجونو د زده کړو مخه نیسي، بلکې په سیستماتیک ډول د ټولنې له ټولو اړخونو څخه ښځې لیرې کوي.

دغه بنسټ د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه افغان نجونو ته د یو شمېر نجونو استول شوي پیغامونه خپاره کړي چې ویلي یې دي "تاسو د جګړې یا طبیعي ناورین له امله له زده کړو څخه محروم نه یاست، بلکې یوازې د دې لپاره چې نجونې یاست، ښوونځیو ته د تګ حق درڅخه اخیستل شوی".

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې د څلورم پرله پسې کال لپاره یو وار بیا هم له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شوه.

یو شمېر افغانې نجونې وايي د زده کړو په برخه کې هیلې یې ورځ تر بلې خاورې کېږي او اوس فکر کوي چې بیا به هېڅکله هم په ښوونځیو کې د زده کړو لپاره اجازه ورنکړل شي.

د ننګرهار یوې زده کوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم موږ هر ډول امر منونکي یو، خو د دوی اصلي هدف د نجونو د زده کړو نه کول دي، داسې مهال چې ټولنه د اناثو زده کړو ته جدي اړتیا لري، موږ غوښتنه او هیله کوو چې ښوونځي پرانیزئ، نور زموږ په احساساتو ملنډې مه وهئ."

د پلازمېنې کابل اوسېدونکې بهار چې د اتم ټولګې زده کوونکې وه وايي سږ کال یې هیله لرله چې د زده کړو اجازه به ورکړل شي: "زموږ ښوونځي پرانیزئ، موږ هم غواړو چې د هلکانو په څېر زده کړې وکړو او په راتلونکي کې د خپلې ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلو، اوس مهال موږ هغه مرغیو ته ورته یو چې په پنجرو کې بندې کړل شوې وي، هیله ده موږ له دې حالته وباسئ."

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) ویلي چې یوازې سږ کال له زده کړو ۴۰۰ زره نورې نجونې بې برخې شوې دي.

دغه صندوق دغه راز خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې له زده کړو د بې برخې شویو نجونو شمېر به له ۴ میلیونو واوړي.

که څه هم نړیوالې ادارې، د بشري حقونو مدافع ډلې او افغانان پرله‌پسې له طالبانو غواړي چې دا بندیز لیرې کړي، خو د طالبانو حکومت چې د دې بندیز په لومړیو کلونو کې یې د نجونو د زده کړو په اړه د یوې تګلارې د جوړولو خبره کوله، اوس داسې ښکاري چې یو شمېر واکمن مشران یې د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له پرانیستو سره موافق نه دي.

XS
SM
MD
LG