افغانستان
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې پرون ناوخته په خپله اېکسپاڼه کې تازه راپور خپور کړي او لیکلي یې دی چې افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم پورته ښوونځیو منع کړې دي.
راپور کې راغلي چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي، چې ښوونځیو ته لاړ ې شې او له دوی سره له توپیري چلند لاس واخلي.
یاد سازمان په راپور کې زیاده کړي چې له شپږمه پورته د نجونو ښوونځي بندول د توجیه وړ نه ده او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي او د طالبانو لپاره د حساب ورکونې یو پیاوړي میکانیزم رامینځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دې فورا لغوه کړي.
د دې ادارې اجرایوي مدیرې کترین روسل نن شنبې په یو بیان کې وویل، " که چیرته دا بندیز دوام ومومي تر را رارون۲۰۳۰ کاله پورې به ۴میلیونه نجونې د زده کړې له حقه محرومې شي".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د وروستیو دوو اوونیو په سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي
له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن اعلان وکړ چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي ۱۲۹ ژوبل شوي او ۹ تنه بې درکه دي.
د وروستیو دوو اوونیو د سېلونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه له پېښو سره د مبارزې د ادارې له اعلان سره هممهاله سېف دي چلډرن ویلي چې وروستیو شدیدو سېلونو او ورښتونو ماشومان سخت اغیزمن کړی دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستي سیلونه دا اړتیاوې نورې هم زیاتوي.
متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه طبي مرسته واستوله
متحده عربي اماراتو افغانستان ته۹۶ ټنه بشري مرسته، چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، کابل ته ولېږله.
د متحده عربي اماراتو رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د مرستیال دولتمشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په لارښوونه دا مرسته له دوبۍ څخه په الوتکه کې کابل ته واستول شوه.
تمه کېږي چې دا مرستې به په درې میاشتو کې تر ۲۵۰ زره زیاتو کسانو سره مرسته وکړي، او هغوی ته به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.
متحده عربي اماراتو دا مرسته په داسي حال کې افغانستان ته استولې چې د دې هیواد ګڼې سیمې وروستیو سېلونو خپلي دي. په دې سېلونو کې نژدې یونیم سل تنه مړه شوي او سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کګرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.
علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده
د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.
عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.
عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.
له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.
دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.
ملګري ملتونه: له ۴ میلیونو زیات افغانان بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وایي، هره افغان کورنۍ د ژوند لپاره د یوه خوندي ځای مستحقه ده.
دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۹مه) وویل چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دوی په ټکو وروستیو سیلابونو سرپنا او نورو اساسي خدمتونو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده.
دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له دې ډول څرګندونو ښکاري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د طالبانو حکومت وایي، چین کې له پاکستاني لوري سره خبرې ( رغوونکې) وې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین په اورمچي کې له پاکستاني لوري سره خبرې " رغوونکې" فضا کې ترسره شوې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چین په منځګړیتوب یې له پاکستاني لوري سره په دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسلو خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې دا خبرې به لا ډیرې باور جوړونې، تلپاتې اړیکو، متقابل درک او موثرې همکارۍ ته زمینه برابره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کابل او اسلام اباد استازو ژمنه وکړه چې اختلافونه به د خبرو له لارې حل او اړیکې به عادي کوي.
د هغې په خبره په دې هم هوکړه وشوه چې دواړه لوري به هیڅ داسې ګام نه اخلي چې وضعیت لا پسې پیچلی کړي.
چین په سیمه کې خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو ته په پام هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان شخړې پای ته ورسوي.
یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی
یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی دی.
د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،"بن رابرټس سیمټ د ۲۰۰۹او ۲۰۱۲کالونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی".
د پولیسو په ټکو،"دغه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې غیر مسلح او د اسټرالیا د پولیسو په واک کې وو".
د سیمټ وکیل ویلي،" تر حضوري محکمې به، هغه په زندان کې وي".
رابرټس سیمټ په اسټرلیا کې یو ملي اتل دی، هغه د "ویکتوریا کراس" پوځي مډال سربیره ډير شمیر پوځي نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړي دي.
پر سیمټ دغه تورنه وروسته له هغه ولګیدل چې د پوځي سرغړونو د څیړنې یو ځانګړي مرکز او د فدرال پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې.
سیمټ دغه تورونه رد کړي دي.
چین؛ طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هڅې وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
د رویتز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن چهارشنبې په یوې خبرې ناسته کې ویلي،" د اورمچي په ښار کې طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه څو هغه اقدامات ونه کړي چې روانه شخړه لاپسې زیاتولی شي".
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه روانه ده.
د نینګ په ټکو، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب ته داوم ورکړي.
د چین په اورمچي ښار کې د حمل میاشتې په ۱۳مه نیټه د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې پرون سه شنبې د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان لوبه مساوي کړه.
دا لوبه چې د کابل پرمهال څلور نیمې بجې پیل شوې وه، دواړه لوبډلې د لوبې ترپایه ونه توانیدلې چې ګول ووهي.
لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایته ورسیده.
له دې مخکې افغانستان خپله لومړی لوبه د دوشنبې په ورځ قرغیزستان ته بایللې وه.
دا سیمهییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.
افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.
حامد کرزي ملګروملتونو په یو لیک کې پر افغان خاوره د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو له مرګژوبلې شکایت کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د دې هېواد کړنې يې له نړیوالو قوانیو غړونه بللې ده.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک ویلي،" پاکستان پر افغان خاوره بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې سربیره د افغانستان تاسیسات په نښه کړې دي".
د هغه په ټکو،" دا ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي زیاتولی شي".
ښاغلی کرزی په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته په لیک کې د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو د مرګژوبلې شکایت کړی چې لا هم د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات په اورمچي ښار کې روان دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د تیرې فبرورۍ میاشتې له ۲۲ مې راهیسې پیل شوې ده.
د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د ۴۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي
د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" د خامو موادو، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې شل هوکړه لیکونه د څه باندې ۴۰۰ سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پرون د ازبکستان په فرغانه ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول".
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې وې.
که څه هم د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د سوداګرۍ په برخه کې ورسره پراخې اړیکې پالي.