په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو له حضوره پرته د بل نوي ښوونیز کال د پیلېدو په اړه د غبرګونونو په دوام، د زده کړې نه شي تم کېدای (Education Connot wai) په نوم صندوق د شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲مه) په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې هره انجلۍ له هېڅ ډول استثنا پرته حق لري، په سوله کې زده کړې وکړي، فرصت ولري او راتلونکي ته په هیله منتیا پرمختګ وکړي.
په ورته وخت کې د دې صندوق د وکالت او اړیکو د څانګې مشر کینټ پیج د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا بندیز د منلو وړ نه دی او هیڅ توجیه نه لري.
هر هلک او نجلۍ پرته له دې چې څوک او چېرته دی، د زده کړې حق لري
نوموړي زياته کړې، هر هلک او نجلۍ پرته له دې چې څوک او چېرته دی، د زده کړې حق لري.
مخکې تر دې د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې د شنبې په ورځ ناوخته "د حمل په ۲مه" د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او د دوی پر وړاندې دې له تبعیض لاس واخلي.
دغه سازمان په خپل راپور کې زياته کړې چې د دغه بنديز دوام غير عادلانه او له بسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده، دغه شان یې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او په ټکو یې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره يو قوي ميکانيزم رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له زده کړو یو شمېر محرومې نجونې وايي، پر زده کړو یې د بندیز دوام نه یوازې د دوی بلکې د هېواد راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.
د کابل اوسېدونکې بهار ازادي راډیو ته وویل"له زده کړو پرته موږ تیارو ته ټېل وهل کېږو او د خپل هېواد د بیا جوړولو توان به مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړو او دا یوستره بې عدالتي، پر ټولنه کې د یو بشپړ نسل پر پیاوړتیاوو مستقیمه حمله ده او د افغانستان راتلونکی کاملاً له منځه وړي."
یونیسیف وايي چې له زده کړو د محرومو نجونو په شمیر کې څلور لکه زیاتوالی راغلي.
له زده کړو یوې بلې محرومې انجلۍ چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل"زده کړو ته نه لاسرسی نه یوازې زموږ راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي بلکې زموږ هېواد هم له پرمختګ او پراختیا راګرځوي، موږ هم حق لرو چې زده کړې وکړو، پرمختګ وکړو او یو روښانه راتلونکی ولرو."
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲ مه) ویلي و، چې د طالبانو لخوا پر زده کړو د بندیزونو د دوام له امله د نوي ښوونیز کال له پیل سره په افغانستان کې له زده کړو د بې برخې شویو نجونو په شمیر کې څلور لکه نورې هم وراضافه شوې دي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
په ۲۰۲۲ کال کې یې هم پر دوی د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په ۲۰۲۴ کال کې یې بیا نجونې او ښځې روغتیایي انستیتیوتونو ته له تګ هم منع کړې.
که څه هم د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د تعلیمي، کاري او ټولنیزو محدودیتونو په تړاو د طالبانو اقداماتو په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي، خو د طالبانو حکومت پر خپل دریځ ټینګار او ادعا کوي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، هغه ادعا چې د افغانستان خلکو او نړۍ ته د منلو وړ نه ده.