د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
اروپايي ټولنې او بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښونځي پرانیزي
تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۲

اروپايي ټولنې او بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښونځي پرانیزي


په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې هییت او د بریتانیا شارژدافیر یو ځل بیا د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې، او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیز سملاسي لرې کړي.


د اروپايي ټولنې پلاوي پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د "زده کړه د ټولو لپاره" هشټګ سره ویلي چې دا ټولنه د افغان نجونو د زده کړو د حق ملاتړ کوي.
د اروپايي ټولنې هییت د نجونو زده کړې "د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او هوساینې لپاره" اړینې بللې دي او ټینګار یې کړی چې لوستې ښځې "د یوه پیاوړي، باثباته او اقتصادي پلوه خپلواک هېواد معمارانې دي."

په ورته وخت کې، د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن هم پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي: "په افغانستان کې د یو بل ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده کړو بې برخې کېږي، چې ټول شمېر یې ۲.۲ میلیونو ته رسېږي. دا د دوی او د افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی."
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر زیاته کړې: "زده کړه حق دی، امتیاز نه دی." او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز لرې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره نوی ښوونیز کال داسې پیل شو چې نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه‌شي تللی.

دا یوازې نړیواله ټولنه نه ده چې د افغانستان له اوسنیو طالب واکمنو څخه د نجونو د ښوونځیو پرانیستل غواړي. ګڼ افغانان، هغه که ښځې دي که نارینه، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز نهیلي کړي او ګڼ هغه اورېدونکي چې ازادي راډیو ته پیغامونه استوي له واکمنو طالبانو غواړي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز پای ته ورسوي.

د کابل یوې اوسېدونکې ځلا ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي: "اوس خو بل پسرلی هم راغی، له طالبانو مې هېله داده چې نور د نجونو مکتبونو ته اجازه ورکړي. دا به یې پر افغان ولس او افغان ټولنې لویه لورینه وي. هېله کوم، بیا هم هېله کوم، زموږ ښوونځي پرانیزئ."

یوازې له ښوونځیو پاتې نجونې نه دي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیز دوام نهیلي کړې، ګڼ افغان نارینه هم د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکې ته اندېښمن کړي دي.

د زابل یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په نظر افغانستان د تاریکۍ خواته روان دی. ځکه موږ دې هېواد کې د ښځو زده کړو، د ښځو مکتب ته اړتیا لرو. موږ په بېلابېلو برخو کې د ښځو کار ته اړتیا لرو. همدا اوس په ټول افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمی دی. اتیا سلنه ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته مراجعه کوي، ځکه ښځې ډاکټرانې نه شته. نو که همداسې افغانستان روان وي، نو نور به هم افغانستان کې ستونزې زیاتې شي، ځکه له تعلیم پرته موږ هیڅ ځای ته نه رسیږو."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي، چې یوازې سږ کال له زده کړو څلور سوه زره نورې نجونې بې برخې شوې دي.
همداراز، د “زده کړه نه شي تم کېدای” په نوم د ملګرو ملتونو صندوق هم خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې له زده کړو د بې برخې شویو نجونو شمېر له ۴ میلیونو واوړي.

که څه هم نړیوالې ادارې، د بشري حقونو مدافع ډلې او افغانان پرله‌پسې له طالبانو غواړي چې دا بندیز لرې کړي، خو د طالبانو حکومت چې د دې بندیز په لومړیو کلونو کې یې د نجونو د زده کړو په اړه د یوې تګلارې د جوړولو خبره کوله، اوس داسې ښکاري چې یو شمېر واکمن مشران یې د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له پرانیستو سره ګردسره موافق نه دي.

XS
SM
MD
LG