ولودیمیر زیلنسکي وویل چې په دې مکالمه کې یې له ډونالډ ټرمپ سره د زاپروژیا د بیا رغونې په امکان هم خبرې کړې دي. زاپروژیا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده او د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د روسي ځواکونو تر اشغال لاندې ده.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، یوازې دا کافي نه ده چې د زاپروژیا اشغال پای ته ورسول شي، هلته باید لازم بنسټونه جوړ شي: د اوبو رسونه، تخنیکي پرسونل، او نور مهم پړاوونه، ترڅو بټۍ [په راتلونکي کې خلکو ته بریښنا او عواید برابر کړای شي.
سپینې ماڼۍ هم د دواړو مشرانو د ټیلیفوني خبرو په اړه په خپل بیان کې وویل چې ډونالډ ټرمپ ولودیمیر زیلنسکي ته وویل چې د متحدو ایالتونو له خوا د اوکراین د بریښنا رسولو او اټومي بټیو د مدیریت مالکیت به د دې تأسیساتو لپاره تر ټولو غوره ساتنه وي.
د دې احتمالي طرحې په اړه د کارپوهانو نظر
هغه کارپوهان چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له اوکرایني څانګې سره خبرې کړي، په محتاط ډول یې د وړاندیز شوي طرحې هرکلی کړی. دوی ویلي چې دا اقدام به د امنیت یو قوي تضمین وي او یو سم ګام به وي چې د اوکراین اتومي ځواک له روسیې څخه لویدیځ ته انتقال شي.
ولودیمیر اوملچینکو، چې د کیف په «رازومکوف" څېړنیز مرکز کې د انرژۍ د پروګرام مشر دی، وايي، که چېرې ښاغلی ټرمپ دا وړاندیز وکړي، اوکراین یې باید رد نه کړي، بلکې باید په ځانګړو شرایطو یې ومني.»
د هغه په وینا، دا شرایط باید تضمین کړي چې اوکراین به پر دې بټۍ بشپړ کنټرول ولري، او دا ډاډ ورکړي چې "انرګو-اتم"، چې د اوکراین د اتومي انرژۍ ملي اداره ده، یوازینۍ عملیاتي اداره پاتې شي.
اوملچینکو زیاته کړه: «له اوکرایني متخصصانو پرته، بل څوک د زاپروژیا د ځانګړتیاوو په اړه معلومات نه لري، ځکه چې هر اتومي واحد خپلې ځانګړې تخنیکي ځانګړتیاوې لري.»
د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ریکتورونه
اوکراین ۱۵ فعاله اتومي راکټورونه لري، چې په څلورو مختلفو اتومي بټیو کې ځای پر ځای شوي دي. زاپروژیا د دغو څلورو بټیو له ډلې یوه ده، چې اوس مهال د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده. د دوو نورو راکټورونو وضعیت «د جوړېدو په حال کې« ښوول شوی، خو له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې عملي کار پرې نهدی شوی.
د اوکراین ۱۲ راکټورونه د پخواني شوروي اتحاد له دورې څخه دي، چې له ۱۹۹۱ کال، یعنې د اوکراین د خپلواکۍ له اعلان وړاندې، له شبکې سره تړلي دي. دا ۱۲ راکټورونه د اوکراین د برېښنا نیمایي برخه تولیدوي.
په اوکراین کې وضعیت بېساری دی، ځکه چې تر اوسه هېڅ جګړه په داسې هېواد کې نه ده شوې چې ګڼې اټومي بټۍ ولري. د زاپروژیا بټۍ د روسیې تر کنټرول لاندې ده.
ایګور رویتروویچ، چې یو سیاسي کارپوه دی، وايي د اوکراین په اتومي بټیو کې به د امریکا حضور د واشنګټن لپاره ګټې ولري او د امنیت یو بل تضمین به هم وي.