د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ژورو څاګانو کې د اوبو پر وچېدو او کمېدو اندېښنه وښودل شوه

ارشیف: په کابل کې د اوبو د کمښت له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پلازمېنې کابل ښار او د افغانستان د نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمښت او د خپلو ژورو څاګانو د وچېدو خبره کوي.

لطف‌الله، چې د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې "ارزان قیمت" اوسېدونکی دی، دا د خپلې سیمې په ژورو څاګانو کې د اوبو د کمېدو له امله اندېښمن دى.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نږدې دوه لسیزې مخکې کله چې دوی دې سیمې ته راغلل، اوبه به په ۳۰ تر ۳۵ مترو کې د لاسرسي وړ وې، خو اوس په ۱۰۰ مترو کې هم په سختۍ سره ترلاسه کېږي.

هغه وویل: "پخوا چې موږ دلته راغلي وو، يعنې اتلس کاله مخکې، موږ ۳۰ متره ژوره څاه وکيندله، او په هغه وخت کې به په ښه استفاده ترې کېده، اوبه ډېرې وې، خو اوس مو ۱۰۰ متره څاه وکيندله، اوبه کمي شوې دي او ورځ تر بلې کمېږي، له دې امله ستونزې سره مخ یو."

حمید، چې د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی دی، هم ورته شکایت لري.

هغه وویل: "اوبه ډېرې کمې دي، اصلاً د پخوا په شان اوبه په څاګانو کې نه‌شته، هره ورځ د اوبو راوړلو لپاره په کوڅو کې سرګردانه یو."

د کابل ښار ډېری اوسېدونکي وايي، سره له دې چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د دوی د محدودو عوایدو یوه لویه برخه د ټانکرو څخه د اوبو په پېرلو مصرفېږي."

ارشیف: د افغانستان بدخشان کې ځايي اوسېدونکي له یوې څا څخه د اوبو وړلو پر مهال لیدل کېږي.

د اوبو د کموالي ستونزه یوازې په پلازمېنه کابل کې نه ده، بلکې د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې په ژورو څاګانو کې د اوبو د کمېدو شکایت کوي.

عبدالله، چې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته یې وویل: "اوس په څاګانو کې اوبه نه‌شته، ماشومان او ښځې اوبه له هغو ځایونو څخه راوړي چې برمې وهل شوي او خلک د اوبو د کمښت له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

دا اندېښنې داسې مهال دي چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف تر شپږو کلونو پورې کابل کې د اوبو د سخت کمښت په اړه خبرداری ورکړی دی.

یونېسف د سه شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۹مه پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي چې که په دې برخه کې بېړني اقدامات ونه‌شي، کابل ښار به تر ۲۰۳۰م کال پورې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.

یونېسف همدارنګه ویلي چې چټکه ښاري پراختیا او د اقلیم بدلون اغېزې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې کړي دي.

د یونېسف په وینا، له لسیزو جګړو او شخړو وروسته، افغانستان د اقلیمي بدلون د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتو نه دی.

د اوبو چارو یو شمېر متخصصین د دې وضعیت په اړه له اندېښنې سره سره د اقلیمي بدلون ترڅنګ یو شمېر نورو لاملونو ته هم اشاره کوي چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو لامل شوي دي.

نجيب الله سدید، چې د اوبو د چارو متخصص دی، ازادي راډیو ته وویل: "د اوبو بحران ځکه رامنځته شوی چې په کابل کې د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې د پلان سره سم یونيم چنده او د پلان خلاف څلور نيم چنده پراختیا شوې، د کابل ښار نفوس درې برابره زیات شوی دی، سربېره پر دې، د اوبو لوی کاروونکي لکه د نوشابو جوړولو شرکتونه، ګلخانې او سبزۍ کرونکي ټول په کابل کې په ناسم مدیریت سره تمرکز لري، له همدې کبله د کابل د ځمکې لاندې اوبه تر ډېر فشار لاندې دي، یعنې د اوبو کارېدنه دوه برابره د ځمکنیو اوبو له توليد څخه زیاته ده."

ارشیف: د کابل په کاره سخي کې ځايي اوسېدونکي له یوې څا څخه اوبه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ادارې د روان کال د اسد په ۲۳مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د اقلیمي بدلون له کبله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د دې ادارې مسوولانو "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم غونډه کې وویل چې له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوي څو د پلازمېنې د اوبو د کمښت ستونزه راکمه کړي او د ښار د سمسورتیا له لارې د هوا کیفیت ښه کړي او د پنجشېر د اوبو مخه کابل ته راواړوي.