د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

په کابل کې د ښارګوټو ځینې اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ له کبله د اوبو له کمښت سره مخ شوي


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

په کابل ښار کې د استوګنيزو لوړپوړو ودانیو او ښارګوټو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د برښنا د پرچاوۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ دي.

په پلازمېنه کابل کې د هوا له ډېرې ګرمېدو سره جوخت د برښنا د پرچاوۍ زیاتوالي د مرکز کابل اوسېدونکي په ځانګړې توګه د لوړو ودانیو د استوګنيزو اپارتمانونو اوسېدونکي اندېښمن کړې دي.

احمد، چې د کابل په لوېديځ کې په يوې استوګنیزې ودانۍ په اپارتمان کې ژوند کوي، وايي چې د برښنا نشتوالى د اوبو د کمښت لامل شوى او دى اړ دى څو د خپلې کورنۍ لپاره د اړتيا وړ اوبه له ټانکرونو وپېري.

هغه وویل: "برښنا په ۲۴ ساعتونو کې یوځل د ۴۵ دقیقو لپاره راځي، بېرته ځي او د شپې په ۱۱ بجو راځي او بېرته ځي، د ماسپښین په ۳ بجو راځي او بېرته ځي، برښنا او اوبه د خلکو اصلي ستونزې دي، زه ۳۵۰۰ لیتره په ۹۰۰ افغانۍ اخلم او ګاونډیان مې حتى٦٠٠٠ لیتره اوبه په ١٥٠٠ افغانۍ پېري."

د کابل په لسمه ناحیه کې د یوې بلې استوګنیزې ودانۍ د اپارتمان اوسېدونکي حسيب‌الله چې کور يې کرايي دى هم ورته شکایت لري.

هغه وویل: "زموږ اوبه په برښنا پورې تړلې دي او کله چې برښنا د لنډې مودې لپاره راشي، زموږ اوبه نه وصلېږي، کله چې اوبه راشي هم زموږ اړتیاوې پرې نه پوره کېږي نو موږ اړېږو چې باید له ټانکرونو څخه اوبه واخلو هغه هم يو ساعت انتظار کوو چې ټانکر اوبه راوړي."

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

دا یوازې د ښار ګوټو اوسېدونکي نه دي چې د برښنا د پرچاوۍ له ستونزې شکایت کوي، بلکې د کابل نورو سیمو کې هم یو شمېر خلک له ورته ستونزې سره مخ دي.

د کابل د نهمې ناحیې اوسېدونکي میرجنيد ازادي راډیو ته وویل: "د ورځې شاوخوا پنځه یا شپږ ساعته برښنا خلکو ته توزيع کېږي او دا برښنا بسنه نه کوي، ځکه هوا ډېره ګرمه ده او دې ګرمۍ ډېری ماشومان ناروغه کړي، له حکومته غوښتنه کوو چې دې برخې ته پام وکړي."

د کابل ښار د لوړپوړو ودانیو او ښارګوټو او نورو کابل ښاریانو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وپوښتل شو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل کې د برښنا کمښت له جدي او عمده ستونزو ګڼل کېږي.

د کابل اوسېدونکي وايي، ډېرى په ژمي او اوړي کې چې د خلکو اړتیاوې زیاتېږي د برښنا پرچاوي هم زیاته شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۱۴۰۲ کال په دلوې میاشت کې ويلي وو چې د افغانستان د برښنا سکتور لویه برخه برښنا ته د محدود لاسرسي په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې او په وارداتي برښنا د ډېرې اتکا له سترو ننګونو سره مخ ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د ۲۰۱۴م کال په اپرېل میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان د خپلې برښنا ۸۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې ورسره پر افغانستان هر کال ۲۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.

XS
SM
MD
LG