د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ایراني چارواکي: له افغانستانه څه باندې ۳۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه ترلاسه شوي


د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

ایران وايي، سږ کال یې له افغانستانه څه باندې ۳۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی او په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قُمي وايي، سږ کال ایران ته له افغانستانه څه باندې ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه تامین شوي دي.

په ایران کې د اوبیز کال د مني موسم په لومړیو کې پیلېږي.

قُمي د "ایراف" په نوم له یوې ایراني راډیو سره په مرکه کې ویلي، دا اندازه اوبه تېر کال د کمال خان بند د دروازو د ترمیم او لای روبي یا د سیستان د اوبو د لېږد د لارې د پاکولو له امله ایران ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت د ژمنو له مخې تمه ده چې ایران به سږ کال د هلمند له سیند څخه په بشپړه توګه اوبه خور یا حقابه تر لاسه کړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د زیاتو اورښتونو له امله د هلمند سیند اوبه د ایران سیستان ولایت ته رسېدلې دي.

هغه زياته کړې وه چې په دې سره به د دواړو هېوادونو د خلکو ستونزې هوارې شي.

د هلمند له سینده د ایران اوبه‌خور تل د ایران او افغانستان ترمنځ لانجمنه موضوع وه او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دواړو لوریو ترمنځ دا اختلافات لا زیات شول.

طالب چارواکو تېر کال ادعا کړې وه چې د هلمند سیند د اوبو کچه د تېرو کلونو په پرتله د وچکالۍ او په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله کمه شوې وه.

د اوبو او چاپېریال ساتنې چارو پوه نجیب الله سدید ازادي راډيو ته وویل چې له فبرورۍ راهیسې ایران له هغه اندازې زیاتې اوبه ترلاسه کړي، له کومه چې یې بیانوي، ځکه په خبره یې یوازې د زابل-ایران پر لارې ۱۲۰زره هکتاره ځمکه خړوبه شوې ده.

هغه وویل: "ایران د زیاتو اوبو ادعا کوي او په خپل حق قانع نه دی، دا ستونزه به همداسې ناحله پاتې وي ځکه چې کله ایراني لوري د خپلو اوبو په حق قناعت نه کوي نو تل به همداسې پلمې لټوي. زه فکر کوم چې افغانستان به راتلونکی کال د وچکالۍ شاهد وي، نه یوازې سیمه به د اوبو د کمښت شاهده وي بلکې د هلمند د اوبو پر سر به جنجالونه هم زیات شي."

هېواد وايي: ایران باید وضعیت ته په کتو نه باید له افغانستانه د لا زیاتو اوبو د غوښتلو هڅه وکړي.

د اوبو یو بل کارپوه عبدالله هېواد ازادي راډيو ته وویل: "موږ دوه نور سیندونه لرو چې حساب یې معلوم نه دی، د هریرود او مرغاب سیندونو اوبه له ترکمنستان څخه وروسته له کوم هوکړې او تړون پرته ایران ته وربهېږي، دا موضوع هم د حل کېدو وړ ده. ایران باید وضعیت ته په کتو نه باید له افغانستانه د لا زیاتو اوبو د غوښتلو هڅه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې هم ایران او هم د طالبانو حکومت تل د هلمند سیند نه د ایران د اوبه‌خور په اړه د ۱۳۵۱ لمریز د تړون پر عملي کېدو ټینګار کوي.

د دغه تړون له مخې افغانستان باید په عادي اوبیزو کلونو کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه د هلمند له سینده د اوبه‌خور په توګه د ایران په لور ورخوشې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG