د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

بودیجې پر کمښت اندېښنه؛ اوچا: د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی


ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.
ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان له خلکو سره مرستې لپاره د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اوچا خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د مالي مرستو د سخت کمښت له امله په میلیونونو خلک له ګواښ سره مخ دي.

دې ادارې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د پنجشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، که د بودیجې کمښت جبران نه شي، په دغه هېواد کې به وضعیت نور هم خراب او ویجاړوونکې پایلې به ولري.

د اوچا په وینا، د بودیجې کمښت د ژغورنې حیاتي پروګرامونه سخت اغېزمن کړي او اساسي خدمتونو یې کم کړي یا درولي دي.

اوچا زیاتوي چې له ۱۸۰ څخه زیات ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې د افغانستان په لږ پرمختللو سیمو کې یې ۲.۱ میلیونه خلکو ته خدمتونه وړاندې کول، تړل شوي دي.

ارشیف: په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي.

دغه شان د روغتیا او تغذیې ۱۵۰ ګرځنده ټیمونه رخصت شوي او د ۴۰ نور ټیمونو کار هم د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی.

اوچا دغه شان ویلي، څه باندې شپږ میلیونه خلک حیاتي روغتیایی خدمتونو ته له لاسرسي محروم شوي او د پاکو اوبو او حفظ‌‌الصحې د نشتوالي له امله ۵ میلیونو ماشومان د ساري ناروغیو له زیات خطر سره مخ دي.

دغه اداره دا هم وايي چې که کافي بودیجه ترلاسه نه شي، په افغانستان کې به میلیونونه نور له حقوقي مرستو او رواني ټولنیز ملاتړ، د ماشومانو د خوندیتوب له حیاتي فعالیتونو او په بېلابېلو سیمو کې د ماین پاکۍ له پروګرامونو بې برخې شي او د خورځواکۍ او اقلیمي بدلون اړوند ناروغیو او مړینو ګواښ سره به مخ شي.

خو يو شمېر اړمنې کورنۍ له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ شکايت کوي، وايي چې مرستې اصلي اړمنو ته نه رسېږي.

د کابل اوسېدونکې زهرې او د ننګرهار اوسېدونکې شکېبا ازادۍ راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

زهره وايي: "زموږ وضعيت ډېر خراب دی، له کومې بهرنۍ ادارې مرسته نه ده راسره شوې، مېړه مې کراچۍ لري، کورنۍ کې اته سره کسان یو، کار نه‌شته، بې‌کاري ده، زموږ سړيو پر سړک کار کاوه، هلته یې اوس نه پرېږدي، له حکومته غواړم چې زموږ غم وخوري."

شکېبا وايي: زما په ځیګر دانه ده، د عملیاتو لپاره پیسې نه لرم، باید راسره مرسته وشي، تراوسه هېڅ مرسته راسره نه ده شوې.

شکېبا وویل: "که څوک ما سره مرسته وکړي، ځکه ناروغه یم، زما په ځیګر دانه ده، د عملیاتو لپاره پیسې نه لرم، باید راسره مرسته وشي، تراوسه هېڅ مرسته راسره نه ده شوې."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د نورو کړاوونو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید بېړنی اقدام وکړي.

اوچا ویلي، د روان کال تر اګست مياشتې پورې يې یوازې د اړتيا وړ بوديجې ٢۵ سلنه ترلاسه کړې او له ٢،٣٠ ميليارده ډالرو کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی چې د مرستو دغه کمښت په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد د خوراکي موادو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، د چاودېدونکو موادو له پراخې ککړتیا، سېلابونو، د ناروغیو د خپرېدو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG