د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

اوچا: په افغانستان کې نږدې يو پر درېیمه برخه کورنۍ د ژوند کولو لپاره مناسبې سرپناوې نه لري


ارشیف: په ارزګان کې له پاکستانه ستانه کړل شوي کډوال اوس هم په خېمو کې ژوند کوي.
ارشیف: په ارزګان کې له پاکستانه ستانه کړل شوي کډوال اوس هم په خېمو کې ژوند کوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د کچې د لوړوالي اړه نږدې هره ورځ بېلابېل نړيوال سازمانونه راپورونه ورکوي، تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، په افغانستان کې نږدې يو پر درېیمه برخه کورنۍ د ژوند کولو لپاره مناسبې سرپناوې نه لري.

اوچا پرون دوشنبه د سپټمبر په نهمه پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې تر دې دمه يې د غوښتل شوې بودیجې څخه يوازې ١۴،٦ ميليونه ډالر تر لاسه کړې په داسې حال کې چې د دې ناورين د حل لپاره سږ کال ٢٢٧ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

دغې ادارې همداراز اعلان کړی چې په افغانستان کې ۱۰،۷ میلیونه خلک بېړنیو سرپناوو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې اوچا راپور ورکړی و چې د افغانستان نیمايي وګړي له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

اوچا ویلي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هر غړی یې د ورځې له یو ډالر څخه کم عاید لري.

اوچا همدا راز ويلي چې ۲۰۲۴م کال ختمېدو ته یوازې څلور میاشتې پاتې، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې څخه یوازې ۲۵ سلنه خوندي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي چې ځينې په دې وروستيو کې سېلابونو او ځينې نور یې اقلیمي بدلون او د کډوالۍ ستونزو ځپلي، وايي چې د سرپناه د نه شتون له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

جان محمد اکمل چې په دې وروستيو کې له پاکستانه راستون شوى او ننګرهار ولايت کې اوسېږي، ازادي راډيو ته يې وويل: "مونږ شپږ مياشتې کېږي چې افغانستان ته راستانه شوي یوو، دلته نه کور شته، نه پوله پټی، نه کار او روزګار."

نوموړى له حکومت او نړيوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د تېرې جولای میاشتې په شدیدو سېلابونو او توپانونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
په ننګرهار کې د تېرې جولای میاشتې په شدیدو سېلابونو او توپانونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د مرکزي بغلان اوسېدونکى شېرمحمد وايي چې د دوى په سيمه لکيان کې له سېلابونو وروسته لا هم شاوخوا دېرش کوره په خېمو کې ژوند کوي.

هغه وویل: "شل دېرش کوره دي، مخکې په کرایه کورونو کې اوسېدل چې د سېلابونو له امله له منځه لاړل دوی ټول اوس په خېمو کې سختې شپې ورځې تېروي."

د بغلان اوسېدونکی، محمد غیور وايي: دا ډېره سخته ده، د شپې له لوري بادونه وي او د ورځې له لوري سور لمر.

د بغلان د همدې سیمې یو بل اوسېدونکي محمد غیور ازادي راډيو ته وویل: "د سېلابونو له امله د سیمې د ټولو خلکو کورونه ویجاړ شوي ماشومان او مېرمنې تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي، دا ډېره سخته ده، د شپې له لوري بادونه وي او د ورځې له لوري سور لمر."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان د سختو او ويجاړونکو سېلابونو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ شو چې له امله يې زرګونه کورنۍ بې کوره شوې او په بېلابېلو ولايتونو کې اوس هم خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو کډوالو بېرته راستنېدلو هم په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتیا کچه لوړه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG