د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د ننګرهار د وروستیو سېلابونو او توپانونو ځینې زیانمن لا هم د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي


په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله یوه اغېزمنه کورنۍ.
په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله یوه اغېزمنه کورنۍ.

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو یو شمېر زیانمن کسان وايي، سره له دې چې د واکمنو چارواکو او بهرنیو موسسو له لوري ورسره د مرستو ژمنه شوې وه، خو لا هم د سرپناه د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو او شدید ویجاړوونکي توپان نږدې شل ورځې تېرېږي، یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، لا هم له سرپناه پرته ژوند کوي.

د ننګرهار سره رود چې تر نورو سیمو ډېره ځپل شوې اوسېدونکي یې وايي، ورځ سره لمر او شپه له کومو امکاناتو پرته سختې ګرمۍ او ماشو ته تېروي.

دوی وايي، له ژمنو سره سره ورسره د سرپناه د جوړېدو په برخه کې مرسته نه ده شوې.

د سرخرود یوه اوسېدونکې میرویس ازادي راډيو ته وویل: "د ننګرهار ګرمي چې ډېره سوځونکې ده، موږ سرپناه نه لرو، وضعیت ډېر خراب دی، هيڅ نه لرو، زموږ غږ باید چارواکو ته ورسول شي، له موږ سره باید په هره برخه په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو په برخه کې مرسته وشي."

د دې ولسوالۍ د دوه سرکې د سیمې یو بل اوسېدونکي زمري ازادي راډيو ته وویل: "د سرپناه د نه شتون له امله د ورځې سره لمر او د شپې سختې ګرمۍ ته پراته یوو، د کورونو چتونه مو نه‌شته، هر څه مو له لاسه ورکړي، دلته خلک راغلل د مرستو ژمنې یې وکړې، خو تر اوسه یې موږ سره هېڅ مرسته ونه‌کړه."

د ننګرهار ولایت دغه اوسېدونکي د یاد وضعیت له امله د ماشومانو په ګډون د خپلو کورنیو غړو د ناروغ کېدو خبره هم کوي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې په بېلابېلو خپرو کړیو اعلامیو کې له سلګونه زیانمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو د مرستې خبره کړې ده.

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په ننګرهار کې د تېر جولای میاشتې د ۱۶مې سختو اورښتونو چې بې ساری ګلۍ او توپان هم ورسره مل و د طالبانو حکومت د سیمه‌ییزې ادارې د شمېرو له مخې څلور سوه کورونه ویجاړ کړل.

یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، که څه هم د سرپناه لپاره ورسره د یو شمېر خېمو مرسته شوې، خو په خبره یې سختې ګرمې ته په خېمو کې ژوند ناممکن دی او باید د کورونو د بیا جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه د سختو اورښتونو، سېلابونو او توپانونو شاهدان وو چې له امله یې خلکو ته درانه زیانونه واوښتل.

د تېرې جولای میاشتې په ۲۳مه د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" په یو بیان کې ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د سختو اورښتونو، توپانونو او سېلابونو له امله ۷۱ کسان مړه شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د جولای په ۲۲مه بیا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې د سېلابونو او توپانونو له امله زیانمنې شوې ټولې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

افغانستان چې د اقلیمې بدلون له زیانګالو هېوادونو بلل کېږي په وروستیو څو میاشتو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهد دی چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

نن یکشنبه هم د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د ننګرهار په ګډون د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختونو اورښتونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د دغو اورښتونه کچه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو پورې او بادونو سرعت له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې ښودل شوې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG