د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د کډوالۍ نړيوال سازمان: وروستيو سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا "زر" کورونه زيانمن کړي


د سېلابونو له امله يو زيانمن شوی کور
د سېلابونو له امله يو زيانمن شوی کور

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) وايي، د افغانستان په شمال او ختيځ کې وروستيو سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا زر کورونه زيانمن کړي دي.

دې ادارې پرون چهارشنبه "د اګسټ د میاشتې ۲۱مه" په خپله اېکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې، د وروستیو ورښتونو له کبله د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ‌ژوبله هم اوښتې، خو زیات جزيات یې نه‌دي ورکړي.

خو د راپورونو له‌مخې روانه اوونۍ د کابل، غزني، پنجشېر، ننګرهار، میدان وردګو او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله درې ۳ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وړاندې په بیان کې ویلي، د دوی ټیمونه او د بشري مرستو د رسولو نور شریکان یې د پېښې ځای ته رسېدلي ترڅو د اغېزمنو کورنیو ارزونه او مرسته وکړي.

"د هوټل یوه برخه یې ټوله له ځان سره وړې ده، د خوړنځي وسایل او د کباب سیخونه سېلابونو وړي دي، يو لوى جنراتور يې هم وړى دى
جلال‌اباد کې د يو هوټل څښتن

د ننګرهار او غزني په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې زيانمنې شوې کورنۍ وايي، دوى ته سخت مالي زيانونه اوښتي، خو ادعا کوي، چې تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرستې نه‌دي شوي.

د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د يوه رسټورانټ خاوند لاهور جان شينوارى وايي، د ده رستورانټ د سېلابونو له امله ويجاړ شوى او ګن مالي زیان وراوښتی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د هوټل یوه برخه یې ټوله له ځان سره وړې ده، د خوړنځي وسایل او د کباب سیخونه سېلابونو وړي دي، يو لوى جنراتور يې هم وړى دى، د پنځو ورځو لپاره ښايي د مېلمنو د منلو توان ونه‌لرو، که موږ سره مرستې وشي ښه به وي، خو تر اوسه مو هيڅ مرسته نه‌ده اخيستې."

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکى احمد وايي، تېره شپه هم د سېلابونو له امله د خلکو کورونه ويجاړ شوي دي.

نوموړي ازادی راډیو ته وویل، د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې د چکو په سیمه کې یې خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي.

د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

بل‌خوا د غزني په ګډون د افغانستان په شمال کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د پروان ولایت اوسېدونکي عبدالوحید په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما د ورور د کور دېوالونه ونړېدل یو کور هم نړېدلی، ظرفونه او فرش هم سېلابونو یووړل، که د ریاست له لوري مرسته وشي څو ظرفونه او فرش واخلي او یاهم خپل کور بیا ورغوي."

د روانې اوونۍ د اګسټ په ۱۸مه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې هم سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي و.

د زابل ولایت سیمه‌‌ییزو سرچینو هم ازادی راډیو ته وویل چې، د دغه ولایت په درې ولسوالیو نوبهار، شملزو او ارغنداب کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي.

هڅه مو وکړه، چې د سېلابونو د وروستۍ شمېرو او له زیانمنو سره د مرستې په اړه د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند جانان سایق د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اګسټ په ۱۱مه ویلي و، هغه افغانان چې د اقلیمي بدلون له څپې زیانمن شوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ همدا راز په افغانستان کې د طبيعي پېښو په اړه په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي و چې، زیانمن شوي خلک د خېمو، سرپناه، رواني سلا مشورو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نورو لومړنیو مرسته ته هم اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG