د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو تازه څپه؛ په غزني کې درې کسان مړه او ۹ ټپيان شوي


له ارشيفه د سېلابونو يو انځور
له ارشيفه د سېلابونو يو انځور

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې شدیدو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې غزني، پکتیکا، میدان وردګ، زابل او پکتیا ولایتونو د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو راپورونه ورکول شوي دي.

د دغه ولایتونو اوسېدونکي وايي، سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ یو اوسېدونکي روح‌الله ازادي راډیو ته وویل: "په ده یک ولسوالۍ شیربوز سیمه کې ډېر سېلابونه راوتلي چې درې کسان په‌کې مړه شول او ۹ کسان ټپیان شوي دي، مالي زیانونه یې زښته زیات دي."

روح‌الله وایي، په سیمه کې د خرابې هوا له امله مخابراتي شبکې هم په سمه او دوامداره توګه کار نه‌کوي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس حمیدالله نثار رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې د سېلابونو له امله د درې کسانو مړینه تایید کړې، چې دوه یې ماشومان او یوه مېرمن ده.

نوموړي ویلي، سېلابونو د غزني ده یک ولسوالۍ سخته ځپلې او هلته یې د خلکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سږ کال د اقليمي بدلون له امله سېلابونو افغانستان کې خلکو ګڼ ځاني او مالي زيانونه واړول.
سږ کال د اقليمي بدلون له امله سېلابونو افغانستان کې خلکو ګڼ ځاني او مالي زيانونه واړول.

بل‌خوا د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ولسوالۍ هم سېلابونو ځپلې ده.

هغه وايي: "تېره شپه د پکتیکا مټاخان ولسوالۍ چې اخري سیمه ده او بیا د پکتیا د زرمت ولسوالۍ پیلېږي، نو دلته مټاخان په شنق سیمه کې زیات مالي زیانونه خلکو ته رسېدلي دي، د خلکو کروندې یې په بشپړ ډول له‌منځه وړي، سېلابونه کورونو ته ننوتلي د خلکو استوګن‌ځایونه او خونې یې نړولي."

دلته مټاخان په شنق سیمه کې زیات مالي زیانونه خلکو ته رسېدلي دي، د خلکو کروندې یې په بشپړ ډول له‌منځه وړي
د پکتيکا يو اوسېدونکی

نوموړی وايي، تر دې دمه د سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌شته.

د پکتیا ولایت ځینو اوسېدونکو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې سېلابونو د کرنیزو ځمکو او د خلکو د کورونو ویجاړولو تر څنګ د خلکو د تګ راتګ یو ستر پُل هم نړولی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې، دوه ورځې وړاندې د اګست په ۱۸مه د میدان وردګ بهسودو ولسوالۍ سېلابونو وځپله او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

دغه راز په زابل ولایت کې ځینو ځایي سر چینو ازادي راډیو ته وویل چې، د دې ولایت په درې ولسوالیو نوبهار، شملزو او ارغنداب کې سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو د تازه سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د کچې په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پرون دوشنبه (د اګسټ په ۱۹مه) د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمې بدلون له امله د روان کال د اپریل له میاشتې له سختو سېلابونو او شدیدو ورښتونو سره مخ دی چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د تېرې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ د اګسټ په یوولسمه د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویلي وو چې، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" دې ته په اشارې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سترو زیانګالو هېوادونو دی ویلي، د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوي افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي وو، وروستیو سېلابونو او سختو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان خېمو، سرپنا ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او رواني مشورو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG