د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د طالبانو حکومت: افغانستان کې ۲۱ميليونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري.

د دې ادارې چارواکو د سه‌شنبې په ورځ د اکسټ په ١٣ د "خپلې يو کلنې لاسته‌راوړنې د تشريح" په اړه په کابل کې جوړه شوې غونډې کې د وچکالۍ، سېلابونو او سختو بارانونو د بدو پایلو په اړه هم اندېښنه وښوده.

"په کومه سيمه کې چې موږ اوسېږو، پاکې اوبه نه‌شته
ريحانه د کابل اوسېدونکې

د طالبانو د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون د رياست مشر روح‌الله امین دې خبري غونډه کې وویل: "شاوخوا ۲۱ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون د پايلو له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري. اصلي لامل یې د اقلیم بدلون دی، د وچکالۍ په برخه کې هغه ارزونې چې موږ په خپلو څېړنو او اسنادو کې لرو ښېي چې د اقليم د بدلون د بدو پايلو له امله هر کال زموږ د کرنې سکتور ته ۲۵۰ میلیونه ډالره زيان اوړي."

د دغه رياست مسوولينو دغه راز زياته کړه، دوى له نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوي، څو د پنجشېر اوبه کابل ته ورسېږي او د پلازمېنې د اوبو د کمښت ستونزه هواره او د کابل تر زرغونېدو وروسته د هوا ککړتيا کمه شي.

په همدې حال کې د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د څښاک د پاکو اوبو له کمښت شکايت لري.

د کابل اوسېدونکې ريحانې ازادي راډيو ته وويل: "په کومه سيمه کې چې موږ اوسېږو، پاکې اوبه نه‌شته او د اوبو کوم نل هم چې راځي اوونۍ کې يو ځل هغه هم د دوه ساعتونو لپاره، د پاکو اوبو له کمښت سره مخ يو."

خلک وايي، پاکې اوبه ورته نه رسيږي.
خلک وايي، پاکې اوبه ورته نه رسيږي.

دغه راز د کابل يوه بله اوسېدونکې ناديه وايي: "موږ ټول خلک د اوبو ستونزه لرو، د اوبو نل ١٢ او ١٥ ورځې وروسته راځي، يا د اوبو ټانکر راځي، د ټانکرونو اوبه سمې نه‌دي او یا هم کله کله مالګينې دي، هر څه چې وي موږ ډېرى وخت پاکې اوبه نه‌لرو."

د طالبانو د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مشر روح‌الله امين نن "د يو کلنې لاسته‌راوړنو تشريح" په نوم خبري غونډې ته وويل، په افغانستان کې د سېلابونو له امله هر کال ٢٧٠ کسان مړه کېږي او د سېلابونو له امله د افغانستان زېربناوې د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت زيانمنېږي.

هغه زياته کړه، چې په‌دې وروستيو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ٨٢ زره څاروي له‌منځه تللي.

د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون د رياست مشر دا هم ویلي، د ۲۰۲۲ کال له پایه تر اوسه ۲.۵ میلیونه خلک د اقلیمي بدلون د بدو پايلو په تېره بیا وچکالۍ له امله په افغانستان کې بې‌ځايه شوي.

په‌دې غونډه کې د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال زین‌العابدین عابد پر نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو غږ وکړ چې له دغې ادارې سره تعامل وکړي.

نوموړي وويل: "یو ځل بیا، موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره د سیاسي ملحوظاتو پر ځای د تعامل وکړي، ځکه چې دا اداره د اقلیم د بدلون په زیانونو تمرکز کوي او ډېری قربانیان يې عام خلک دي."

د طالبانو د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۱.۸ درجې لوړه شوې او د ورښت په بڼه کې هم بدلون راغلى.

دوی ټینګار کړی چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع خپل "يخ‌چالي" یانې د سړو خونو پوښښ له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG