د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

په افغانستان کې موسمي ناورغۍ په ډېرېدو دي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په هیواد کې موسمي ناروغۍ په زیاتېدو دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ له ملي رادیو ټلویزیون سره، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، په مرکه کې دا خبره تائید کړه.

خو هغه نور جزییات ورنه کړل.

په کابل کې ځينې کورنۍ وايي چې د دوی په ماشومانو کې د نس ناستي او زکام په ګډون بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوې دي.

یو له هغو کسانو نورالله دی چې خپل ناروغ ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل یوه روغتون ته بیولي. ده ازادي راډیو ته وویل: «ناروغۍ ډیرې دي، د نس ناستې ناروغي دیره شوې، زما دوه درې ماشومان ناروغان دی، ګرمي هم ډیره ده، او د څښاک پاکې اوبه هم نه راځي.»

د کابل ښار یوې بلې اوسیدونکې پلوشې ازادي راډيو ته وویل: «سږکال ګرمي ډیره ده، موږ هم ډيرې ستونزې لرو، ماشومان مو اسهال دي، څو ځلې ډاکټر ته ورغلو روغ نه شول اوس کورنۍ درملنه کوو.»

د میدان وردګ یوه اوسېدونکي عزیزالله ازادي راډيو ته وویل چې موسمي ناروغۍ نه یوازې په ماشومانو، بلکې په لویانو کې هم زیاتې شوي دي.

«ماشومان او لویان ټول په ناروغیو اخته دي. د نس ناستي ناروغي ماشومانو کې ډیره ده، ذکام او نورې ناروغۍ هم شته، روغتیایی مرکزونه ته ځو. کوم درمل چې هغوی راکوي استعمالوو یې، له شخصي درملتونونو څخه د درملو اخیستو توان نه لرو.»

د کابل په انتاني روغتون کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل ګرمي، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د حفظ الصحې نه مراعتول بولي.

«د هوا په ګرمېدو سره، ماشومان په ډیرو انتاني ناروغیو لکه نس ناستي، شري، محرقې، ملاريا او زېړي اخته کیږي. په ګرم موسم کې دا انتانات ډیره وده کوي او د غیر صحي اوبو څخه استفاده، د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول، او د ترکاريو سم نه مينځل د دې لامل کیږي چې په ماشومانو کې انتاني ناروغۍ زياتې شي.»

د ډاکټر عمري په خبره، د ماشومانو له خوا د ډيرو معایاتو څښل، د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی، حفظ الصحې ته پاملرنه لکه د لاسونو مینځل، د پشه خانو کارول او په کړکیو کې د جالۍ نیول، په ګرمه هوا کې د موسمي ناروغیو د مخنیوي مهمې لارې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کولرا د ګڼو پېښو راپور ورکړی و.

دغه سازمان د جون په ۱۹مه په یوه راپور کې ویلي و چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۶مې نیټې پورې په افغانستان کې د کولرا ٤٦ زره او ٧٥٨ پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې د کولرا تر تولو ډيرې مثبتې پيښې لري.

یاد سازمان د نفوس زیاتوالی، طبیعي پېښې او اقلیمي بدلون د کولرا د زیاتوالي لاملونه بولي او له هېوادونو غواړي چې له دې ناروغۍ سره د مجادلې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG