د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

یونېسف: په افغانستان کې لسګونه زره کسان د طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي


په هرات کې د سېلاب له کبله ويجاړ شوی کور
په هرات کې د سېلاب له کبله ويجاړ شوی کور

یونېسف وايي، په افغانستان کې لسګونه زره کسان د طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې لسګونه زره کسان د وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو په ګډون د طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي.

یونېسف د سه‌شنبې په ورځ "په ٢٠٢۴م کال کې د ځواب ورکونې او بشري اړتياو طرحې"په نوم خپل نوي راپور کې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ زره کسان د طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي.

یونېسف زیاتوي چې سږ کال په افغانستان کې د ۱۲،۴ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې افغانستان د غرنیو سیمو او د چاپېریال د ويجاړوالي له امله له سختو او پرله‌پسې طبیعي افتونو لکه سېلابونو، زلزلې، د واورې ښویېدنې د ځمکې ښویېدنې او وچکالۍ سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب کچه د ۲۰۲۳م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴م کال تر مارچ پورې نوره هم خرابه شوې چې ۱۵.۸ میلیونه وګړي (د ټول نفوس ۳۶ سلنه) د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، د اقلیم د بدلون او له نسبتاً وچ ژمي وروسته سږ کال د سختو بارانونو او سېلاونو ګواښ ډېر شوی چې کېدای شي طبعي زېرمو او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي.

یونېسف په دغه راپور کې د تخار، بلخ، کندز او بدخشان ولایتونو د فبرورۍ د میاشتې زلزلې ته په اشارې سره ویلي چې په دغو او نورو سیمو کې د لا زیاتو زلزلو ګواښ موجود دى.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان وايي چې طبیعي افتونو د دوی پر ژوند بد اغېز کړی دی.

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ یو کروندګر صفدر ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د کښت چارې د هر کال په تېرېدو سره مخ په خرابېدو روانې دى.

هغه وايي: "د خلکو اقتصاد کمزوری دی، د خلکو فصلونه او ونې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله وچې شوي، خلک نه شي کولای چې اوبه واخلي او یا هم څاګانې وباسي. وضعیت ډېر خراب دی."

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د تيتن د درې اوسېدونکی عبدالظاهر کریمي وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې له ښویېدو وروسته خلک بېرته خپل عادى ژوند ته نه دي راګرځېدلي.

کریمي وايي: "اوس هم باران اوري، ډېرې ستونزې دي، د تېرې پېښې په اړه مو ډېرې خبرې وکړې، حکومت هم دلته راغى، خو زموږ پر ګټه يې هېڅ اقدام ونه کړ. ډېرې ستونزې دي، په يوه کور کې له پنځو تر شپږو پورې کورنۍ ژوند کوي. حتى خلک په کلي کې، نورو کورونو ته لېږدول شوي، هغه کسان چې اقتصاد یې نسبتا عادي و، په بشپړ ډول اوس په بد حالت کې دي او په خیمو کې ژوند کوي."

ارشیف: په پکتیکا کې د زلزلو له کبله یو ویجاړ شوی کور
ارشیف: په پکتیکا کې د زلزلو له کبله یو ویجاړ شوی کور

د ازادي راډیو خبریال د طبیعي افتونو د ګواښونو د کمولو د خلکو او کروندګرو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له وياند ملاجانان سايق وپوښت، خو د دغه راپور تر خپرېدو يې ځواب ورنه کړ.

افغانستان د اقلیم له سخت بدلون سره مخ هېواد دی چې د دغو طبیعي افتونو لامل کېږي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له ګواښ او له ناوړه پایلو سره مخ دى چې پر وړاندې يې د مبارزې لپاره ډېر لږ امکانات لري.

XS
SM
MD
LG