د بريتانيا حکومت د تېر نظام يوشمېر افغان ځانګړو ځواکونو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي

ارشیف: د تېر نظام یو شمېر ځواکونه

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دوی یوشمېر هغو "وړ" افغان ځانګړي ځواکونو ته چې مخکې یې د پناه غوښتنې رد شوي، په‌دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

د دغه هېواد د دفاع وزیر لوک پولارډ دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۵مه) ولسې جرګې ته وویل، د دوی موندنې ښيي چې د ځینو دغو ځواکونو چې مخکې دوی سره اوږه په اوږه جنګېدلي غوښتنلیکونه په ناسم ډول رد شوي.

"زه ډاډه یم هغه کسان به رالېږدوو چې د خوندیتوب مستحق دي او دلته بریتانیا کې به نوی ژوند پيل کړي
د بريتانيا دفاع وزير

نوموړي وویل: "زه ډاډه یم هغه کسان به رالېږدوو چې د خوندیتوب مستحق دي او دلته بریتانیا کې به نوی ژوند پيل کړي، موږ دغه مزل پيل کړی او د خپل تاریخ دغه څپرکی به تړو، موږ پوهېږو چې ښه کار مو کړی، ځکه دا هغه کسان دي چې افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وو. زه درک کوم چې د استازو په جرګه کې د دې موضوع او په ټوله کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پیاوړی ملاتړ موجود دی."

د ښاغلي پولارډ په خبره تر اوسه ۲۵سلنه رد شوي غوښتنلیکونه له ارزول کېدو وروسته منل شوي دي.

ښاغلي پولارډ وویل، دوی د بیا کتنې په پروسه کې نوي شواهد موندلي چې ښيي یوشمېر افغان سرتېرو ته د انګلستان د حکومت له‌خوا مستقیم معاش امتیازات ورکول کېده، چې په خبره یې دا په‌دې معنا ده چې دوی په دغه هېواد کې د اوسېدو وړ دي چې د دغو افغان ځواکونو همدغه اسناد د بیا مېشتېدنې په لومړیو غوښتنلیکونو کې "له پامه غورځول شوي" دي.

نوموړي په‌دې برخه کې د خپل حکومت د پخوانیو چارواکو پر کړنه نیوکه هم وکړه.

د بريتانیا د دفاع وزیر وویل چې، دوی ډېری قضیې په بېړنۍ توګه وڅېړلې ځکه په خبره یې ډېری افغان سرتیري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ګواښونو سره مخ دي، هغه څه چې ځیني ځانګړي افغان ځواکونه یې هم ادعا کوي.

د پخوانيو پوځيانو يو انځور

په ایران کې مېشت افغان کډوال او د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد عارف فاریابي ازادي راډیو ته وویل: "د دښمنانو لاس ان تر ایرانه رارسيږي، موږ ګواښي او دلته مېشت زموږ همکارانو او پوځیانو باندې یې حملې هم کړي، بل دلته مو د ایران حکومت نه پرېږدي او له هېواده مو باسي، له کډوال منونکو هېوادونو مو غوښتنه ده چې موږ دې هم امن ځای ته وباسي حد اقل دوی باید افغان پوځیانو ته پام واړوي."

که څه هم طالبانو حکومت تل ویلي چې، د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي، خو وخت ناوخت په هېواد کې دننه د پخوانیو پوځیانو د وژنو، بندي او شکنجه کولو او ان د تري تم کېدو راپورونه خپرېږي.

په دې اړه نور: راپور: طالبانو د تېر نظام لسګونه ځواکونه او د برتانوي سرتېرو همکاران شکنجه او وژلي

په پاکستان کې یو مېشت افغان کډوال چې مخکې د سي‌ار‌یو په نوم ځواکونو سرتېری و، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زه تېر ۲۱ کاله په کونړ ولایت او بیا د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې په دوامداره توګه په جګړو کې وم، زه دلته ډېر اندېښمن یم که بېرته افغانستان استول کېږو، زموږ د کورنیو ژوند هم له ګواښ سره مخ کېږي."

د بریتانیا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال ۲۰۰۰ افغان ځانګړو ځواکونو له بريتانیوي ځواکونو سره په ګډه دنده ترسره کوله، دغه ځانګړي قطعات د بريتانیا د حکومت په ملاتړ د (Triples) په نوم یونټ و، چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بريتانیا ولاړل، خو د دې ځواکونو ډېری نوي سرتېري په افغانستان کې پاتې شوي دي.