د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

فیلیپین امریکا ته د تلونکو محدود شمېر افغان کډوالو د لنډمهاله استوګنې غوښتنه منلې


ارشیف: افغان کډواله کورنۍ چې له افغانستانه تخلیه شوې.
ارشیف: افغان کډواله کورنۍ چې له افغانستانه تخلیه شوې.

د امریکا متحده ایالات او فیلیپین په هغه هېواد کې د یو شمېر هغو افغانانو د موقتي استوګنې په اړه موافقې ته ورسېدل چې امریکاته د تګ کېسونه لري او په دې هېواد کې بیا مېشتېدنه غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هوکړې پر بنسټ به د دوی محدود شمېر افغان متحدین چې د ایس‌آی‌وي SIV او یا امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې کېسونه لري، په فیلیپین کې د لنډ مهال لپاره استوګن شي څو یې امریکا ته د تګ لپاره غوښتنلیکونه وڅېړل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا متحده ایالات به دغو افغانانو ته د خوراکي توکو، کور، امنیت، طبي خدمتونو او ټرانسپورټ په ګډون اړین خدمتونه برابروي.

د فیلیپین جمهوریت په د اسیا په سویل ختیځ کې موقعیت لري او انګلیسي او فیلیپیني د دې هېواد رسمي ژبې دي.

په افغانستان کې مېشت یو شمېر افغانان چې د ایس‌آی‌وي کېسونه لري دغه هوکړه د دوی د کډوالۍ د کېسونو د څېړلو بهیر د چټکتیا په برخه کې مهمه بولي.

یو افغان وايي: موږ هیله‌من یو په فیلیپین کې چې کوم کمپ جوړ شوی یا جوړېږي دا بهیر چټک کړي څو دلته چې کوم افغانان بند پاتې دي او د ایس‌آی‌وي کېسونه لري په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځي.

د دوی له ډلې یو تن چې نه یې غوښتل د موضوع د حسایت له امله یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "څوک چې په افغانستان کې بند پاتې دي د دوسیې له کېسونو یې درې کاله تېرېږي، خو کوم پر مختګ په کې نه دی راغلی او لا هم په افغانستان کې دي، د دوی ژوند لا هم په خطر کې دی. موږ هیله‌من یو په فیلیپین کې چې کوم کمپ جوړ شوی یا جوړېږي دا بهیر چټک کړي څو دلته چې کوم افغانان بند پاتې دي او د ایس‌آی‌وي کېسونه لري په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځي."

په همدې حال کې د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره په اړینو وروستیو داخلي پړاوونو کې دی.

په دې اعلانونو کې دا نه دي ویل شوي چې څومره افغانان چې د ایس‌آی‌وي کېسونه لري، فیلیپین ته لېږدول کېږي.

دا هم نه دي ویل شوي چې دا غوښتونکي د افغانستان له دننه څخه دي او که هغه افغانان هم په کې شامل دي چې د افغانستان په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو ایس‌آی‌وي کېسونو د بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.

یو شمېر هغه افغانان چې په امریکا ته تګ لپاره د ایس‌آی‌وي کېسونه لري او په پاکستان کې مېشت دي، اندېښه لري چې کېسونه یې په ځنډ څېړل کېږي.

یو له دوی څخه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "موږ هیله لرو چې د متحده ایالاتو حکومت به خپله ژمنه ترسره کړي او موږ به له اوږده انتظار وروسته له پاکستان څخه ژرترژره وباسي چې له زرګونو ستونزو سره دلته بې برخليکه ژوند کوو ځکه مونږ دلته په ډېرو ستونزو او سخت حالت کې يوو."

د امریکا حکومت د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو اوونیو د امريکايي ځواکونو له بشپړ لېږد له اعلان سره همهاله د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې شاوخوا ۱۲۴زره کسان له افغانستان څخه په ځانګړو د لېږد الوتنو کې ایستلي او ويلي يې دي چې د لېږد پروسه به د هغو لپاره دوام ولري چې د امريکا سره همکار پاتې شوي او په درېیمو هېوادونو په سفارتونو او قونسلګریو کې دا بهیر چټک کړي.

د امریکا حکومت د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو اوونیو د امريکايي ځواکونو له بشپړ لېږد له اعلان سره همهاله د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې شاوخوا ۱۲۴زره کسان له افغانستان څخه په ځانګړو د لېږد الوتنو کې ایستلي.
د امریکا حکومت د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو اوونیو د امريکايي ځواکونو له بشپړ لېږد له اعلان سره همهاله د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې شاوخوا ۱۲۴زره کسان له افغانستان څخه په ځانګړو د لېږد الوتنو کې ایستلي.

که څه هم د طالبانو د حکومت له بيا راتګ وروسته عمومي بخښنه اعلان شوه، خو په تېرو درېيو کلونو کې د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو او ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي چې د امريکا پخواني کارکوونکي او پوځيان په افغانستان کې د طالبانو غچ اخیستې تر ګواښ لاندې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG