د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

له ايرانه يوشمېر ايستل شوي افغان کډوال: کورنۍ مو ايران کې په بد وضعيت کې پاتې دي


له ايران ايستل شوي يو شمېر افغانان
له ايران ايستل شوي يو شمېر افغانان

یوشمېر هغه افغانان چې له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي وایي، د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي وو او اوس یې د کورنۍ نور غړي ترې په ایران کې په بد وضعیت کې پاتې دي.

وهاب یو له هغو افغانانو دی چې کابو یوه نیمه میاشت مخکې د ایران د حکومت له‌خوا په جبري توګه افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

ده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست و او د کور د کرایې، کوچنیو خویندو ورونو او ناروغ پلار د خوراک او درملنې برابرولو مسوولیت ورله غاړې و.

"څو موده مخکې یې زما د تره زوی نیولی و او افغانستان ته یې دیپورت کړ، اوس یې یوازې مېرمن دلته ده اولاد هم نه‌لري او اوس یې مېرمن ډېرې ستونزې لري،
ايران کې يو افغان کډوال

وهاب وایي، په ایران کې یې د ټولې پاتې کورنۍ په اړه اندېښمن دی او اوس د ده له نشتون پرته هغوی ته ژوند سخت شوی دی.

هغه وايي: "زه خپله د کورنۍ نفقه ګټونکی وم، هر څومره کار مې چې کاوه چې د کور خرڅ مې پرې کاوه، د ساختماني چارو مشر وم چې ویې نیولم، په ډېر تاوتریخوالي یې وډبولم، زما پیسې هم د کار له څښن سره پاتې دي، کورنۍ مې په ایران کې پاتې او زه په افغانستان کې. پلار مې ناروغ دی خور او ورونه مې ښوونځي ته تللی نه‌شي، ژوند ډېر سخت شوی اوس حیران یم چې څه وکړم."

بلخوا یوشمېر هغه کورنۍ چې خپلوان یې افغانستان ته شړل شوي وایي، د کورنۍ پاتې غړي یې په ایران کې له سختو حالاتو سره لاس او ګرېوان دي.

ایران کې مېشت افغان کډوال عزیز احمد ازادي راډیو ته وویل، یوه میاشت مخکې یې د تره زوی له ایرانه ایستل شوی او اوس یې مېرمن یوازې پاتې ده.

نوموړی وايي: "څو موده مخکې یې زما د تره زوی نیولی و او افغانستان ته یې دیپورت کړ، اوس یې یوازې مېرمن دلته ده اولاد هم نه‌لري او اوس یې مېرمن ډېرې ستونزې لري، د نفقې ګټلو څوک نه‌لري او هيڅوک ورسره نه‌شته، ډېر نور کسان هم پېژنم چې رد مرز کړي یې دي او کورنۍ یې دلته پاتې دي نفقه ګټونکي نه‌لري او له ډېرو ننګونو سره مخ دي."

ډېری افغانان په سختو ناقانونه لارو ايران ته ځي، چې ډېری ايران کې د کار لپاره پاتې کېږي او يوشمېر نور يې اروپايي هېوادونو ته د اوښتو هڅې کوي.
ډېری افغانان په سختو ناقانونه لارو ايران ته ځي، چې ډېری ايران کې د کار لپاره پاتې کېږي او يوشمېر نور يې اروپايي هېوادونو ته د اوښتو هڅې کوي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې ځینو ایراني چارواکو په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د سلګونو زرو افغانانو د ستنولو خبره کړې ده.

ایرانا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د وګړو او بهرنیو کډوالو د عمومي مدیر حسین شرافتي راد په حواله لیکلي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه لکه او اویا زره بې‌اسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

نوموړي د پنج‌شنبې په ورځ (د تلې په ۱۹مه) د ایران تایباد ښار ته د خپل سفر مهال دغه خبري اژانس ته ویلي چې، دغه شمېر افغانان د ایران په ۱۱ ولایتونو کې پېژندل شوي وو او تر قانوني پړاونو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې، د ایستلو شویو افغان کډوالو دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰سلنه لوړ شوی دی.

افغان کډوال افغانستان ته د ایران د حکومت له‌خوا د جبري ایستلو تر څنګ په‌دې وروستیو په ایران دننه له بېلابېلو ستونزو لکه د کار اجازې نه لرلو، د پاسپورټونو نه تمدیدولو، د نانوایانو له‌خوا د وچۍ ډوډۍ نه ورکولو، روغتونو ته د نه لاس‌رسي او لسګونو نورو ننګونو سره مخ دي او وایي چې، په ایران کې د تېر په پرتله یې ژوند څو برابره سخت شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او ځینې یې هم د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه ووتل او ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول.

دغه افغان چې ډېرې یې مدني فعالان، پخواني پوځيان او خبریالان دي، په وار وار له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتونکي شوي او ټینګار یې کړی چې، په خبره یې د اوسنیو امنیتي شرایطو له امله بېرته افغانستان ته نه‌شي ستنېدلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG