د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

له ايران د افغان کډوال جبري ايستل؛ کډوالو او د بشري حقونو فعالانو يې پر وړاندې کمپاين پيل کړی


له ايران راستنېدونکي افغان کډوال
له ايران راستنېدونکي افغان کډوال

په ایران کې مېشتو افغان کډوالو او د بشري حقونو فعالانو، له یاد هېواده د کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي په هدف یو تازه کمپاین پیل کړی.

له ایرانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي په هدف د پیل شوي تازه (د تلې لسمه) انلاین کمپاین یوه غړې او په یاد هېواد کې مېشته د بشري حقونو فعاله حلیمه پژواک وايي: "موږ په ځلونو غوښتنه کړې چې د ایران له دولت سره ناسته ولرو، خو له بده‌مرغه رد شوې."

نوموړې وايي، د لاسلیکونکو راټولولو په‌دې کمپاین کې د ایران له ولسمشر، مسعود پزشکیان غوښتل شوي چې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د هغو کسانو ایستل دې ودروي چې د تعقیب او ځورونې له ګواښ سره مخ دي.

هغه کسان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، په ځانګړې توګه پوځيان، خبریالان او د بشري حقونو فعالانو سره دې مراعت وشي او داسې یو قانون او پالیسۍ جوړه شي چې دوی اقامت ترلاسه کړي."
د کمپاين يوه غړې حليمه پژواک

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "زموږ یوشمېر وطنوال چې دلته اوسیږي پوځيانو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو دا کمپاین پیل کړ، هغه کسان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، په ځانګړې توګه پوځيان، خبریالان او د بشري حقونو فعالانو سره دې مراعت وشي او داسې یو قانون او پالیسۍ جوړه شي چې دوی اقامت ترلاسه کړي."

کمپاین کوونکي په ایران کې مېشت د بشري حقونو یوشمېر فعالان او افغان کډوال وايي، له یاد هېواده د دوی د ایستلو د مخنیوي په موخه باید نړیواله ټولنه هم جدي اقدام وکړي، که نه نو د دوی په خبره یو بشري ناورین به رامنځته شي.

د دوی له ډلې حکیمې مهدوي چې د ښځو د حقونو فعاله هم ده ازادي راډيو ته وویل: "موږ دلته د امکاناتو، ځای، درس او تحصیل نه‌شتون له ګڼو ستونزو سره مخ یو، خو که له‌دې ځایه دیپورت هم شو هلته به ځاني او مالي امنیت نه‌لرو، هلته نه کار شته او نه امنیت."

په ایران کې یو بل افغان کډوال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او په تېر جمهوري نظام کې پوځي و ازادي راډيو ته یې وویل: "که د نړیوالې ټولنې او د کډوالو سازمان له‌خوا ملاتړ ونه‌شي، زما په شان هغه کسان چې ایران کې کډوال دي که وایستل شي، زما لپاره به ښه نه وي، که طالبان مې هلته وپېژني ما به ونیسي او شکنجه به مې کړي."

د یادونې ده، چې مخکې تر دې په ایران کې افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د بد چلند د مخنیوي په هدف هم ورته انلاین کمپاینونه شوي وو.

د ایران د اصفهان د پولیسو عمومي ريیس د تلې په ۹مه ایراني رسنیو ته ویلي و چې له دغه ولایت څخه په متوسط ډول د ورځې ۳۰۰ افغان کډوال ایستل کېږي، چې د کمپاین کونکو په خبره په‌کې پخواني پوځیان هم وي او دغه کسان وايي، چې افغانستان کې به یې ژوند لا خطر سره مخ شي.

له ايران هره ورځ سلګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته په زور ستنول کېږي.
له ايران هره ورځ سلګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته په زور ستنول کېږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وږي یا سنبلې پر ۲۶مه ویلي وو، دغه هېواد ته ورغلي د ده په خبره غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

د یادونې ده چې د ٢٠٢١ کال د اګست له ۱۵مې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام ډېر شمېر کارکوونکي، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او عام افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران او پاکستان په ګډون یوشمېر هېوادونو ته کډوال شول، چې اوس په‌دې هېوادونو کې د جبري ایستلو په ګډون له بېلابېلو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG