د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

طالبانو بهرمېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی؛ خلک يې بې‌اغېزې بولي


لندن کې د افغانستان سفارت چې د سپټمبر په ۲۷مه وتړل شو.
لندن کې د افغانستان سفارت چې د سپټمبر په ۲۷مه وتړل شو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه بهر د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

په بریتانیا او ناروۍ کې د افغانستان د سفارتونو له تړل کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت یې په‌دې باور دی چې له سیاسي مسایلو سره د قونسلي خدمتونو تړاو نه یوازې ستونزې زېږوي بلکې د خلکو حقونه هم نقض کېږي.

"که د افغانستان قونسلګرۍ وتړل شي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت څنګه کولای شي چې په میلیونونو افغان کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي؟
ترکيه کې مېشت يو افغان کډوال

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پرون شنبه د سپټمبر۲۸مه په خپله ايکس‌‌پاڼه کې د یوه ویډیويي بیان په خپرولو سره د ویانا کنوانسیون ته په اشارې ویلي چې، قونسلي خدمتونه له رسمیت پېژندنې سره تړاو نه‌‌لري او د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې قونسلي خدمتونه له لوېديځو هېوادونو سره له ډیپلوماټیکو لارو بهر مېشتو افغانانو ته وړاندې کړي.

خو یوشمېر بهرمېشتي افغانان بیا وايي، له ډیپلوماټیکو لارو د طالبانو له لوري د قونسلي خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مل دي.

په ترکیه کې مېشت افغان کډوال نور احمد یورتداش په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که د افغانستان قونسلګرۍ وتړل شي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت څنګه کولای شي چې په میلیونونو افغان کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي؟ دا امکان نه‌لري، له هغه راهیسې چې حکومتونو قونسلګرۍ طالبانو ته وسپارلې ځینې ستونزې شته لکه د پخواني حکومت کارکونکي، مدني فعالان او خبریالان نه‌شي کولای په اسانۍ خپل اسناد پروسس کړي او په خپل شتون کې ستونزه حل کړي."

په جرمني کې مېشت افغان کډوال حمیدالله وحیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپله اندېښه داسې شریکه کړه: "موږ اورېدلي چې په لندن کې د افغانستان سفارت تړل شوی چې دې مسئلې په جدي توګه خلک اندېښمن کړي دي، له افغانستانه بهر د خلکو غوښتنه دا ده چې خدمتونه په هر هېواد کې چې وي د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ له لارې دې وړاندې شي چې کډوال له ستونزو سره مخامخ نه‌شي."

یوشمېر پخواني ډیپلوماتان له ډلې غوث جانباز د طالبانو دا ډول اقدام د رسمیت پېژندنې لپاره هڅه ګڼي.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه ډله د دې ګام په اخيستلو سره غواړي په هغو هېوادونو چې هلته د افغانستان سفارتونه یې لا په واک کې نه‌دي فشار راوړي، د رسمیت پېژندولو مسئله یو بل پړاو ته ورسوي او بله دا چې دوی داسې اقدامات کوي چې بنسټیز تاوان یې افغانانو ته ورسیږي، دا اقدام یې د افغان له ګټو سره په ټکر کې دی او په ورته وخت کې دا مسئله د دوی د هغه ادعا خلاف ده چې وايي غواړي د خلکو حقونه خوندي کړي."

دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې د جمعې په ورځ د سپټمبر۲۷مه په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت د تړلو پرېکړه یې له هغې وروسته وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکونکي بې‌اعتباره اعلان کړل.

د سپټمبر د میاشتې په ۱۲مه د افغانستان سفارت په ناروې کې او له هغې وړاندې په واشنګټن کې تړل شوی و.

په ورته وخت کې جرمني هم د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه ومنله چې له‌مخې یې د افغانستان د سفارت او په برلین او بن کې د قونسلګریو چارې بې‌اعتباره اعلان کړې او ویلي و دا ډول خدمتونه به د مونشن قونسلګرۍ له لارې چې له دوی سره تعامل لري وړاندې شي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت چې د سپټمبر په دولسمه وتړل شو.
په ناروې کې د افغانستان سفارت چې د سپټمبر په دولسمه وتړل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جولای د میاشتې په ۳۰مه ویلي و چې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماتیکو استازولیو قونسلۍ خدمتونه چې په څه باندې لسو اروپايي هېوادونو او کاناډا او اسټرلیا کې دي او دوی سره تعامل نه‌‌لري، نه مني.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۷مه ملت د حساب ورکولو په نوم په یوې غونډه کې ادعا کړې و چې له هېوادونو سره یې اړیکې ښې شوي او ۳۹ سفارتونه او قونسلګرۍ د دوی له حکومت اطاعت کوي او په دغه استازولیو کې د پاسپورټونو او ویزو د تمدید په ګډون خدمتونه وړاندې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG