د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو نامعلوم برخليک؛ پر وضعيت يې اندېښنه ښودل شوې


د پاکستان په زنانونو کې يوشمېر بندي افغان ماشومان
د پاکستان په زنانونو کې يوشمېر بندي افغان ماشومان

په پاکستان کې مېشت یوشمېر افغانان او د افغان کډوالو مدافع وکیلان د پاکستان په زندانونو د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په دوام دغلته مېشت یوشمېر افغانان او د افغان کډوالو ځینې مدافع وکیلان وايي، د نړیوالو قوانیو له‌مخې باید د افغانانو حقونه خوندي شي.

"په دوکان کې وم چې پولیس راغلل، اسناد یې رانه وغوښتل د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار کارت مې ورکړ هغه یې ونه مانه او په ډېر بد وضعیت یې تاڼې ته یوړم
پاکستان کې يو افغان کډوال

افغان کډوال کریم‌الله چې له یواين‌ايچ‌سي‌ار سره یې ځان ثبت کړی وايي، په پېښور کې د یوې مړې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په یوه دوکان کې کار کوي او تازه پولیسو په‌دې پلمه چې قانوني اسناد نه‌لري دوه شپې زندانی کړی دی.

هغه وايي: "په دوکان کې وم چې پولیس راغلل، اسناد یې رانه وغوښتل د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار کارت مې ورکړ هغه یې ونه مانه او په ډېر بد وضعیت یې تاڼې ته یوړم، دوه شپې هلته وم داسې وضعیت يې راسره کاوه چې ګواګې لوی جرم مې کړی وي، وضعیت ډېر خراب و."

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه یوشمېر پاکستاني رسنیو له ډلې یې ډان ورځپانې د پېښور په مرکزي زندان کې د لسګونو افغان زنداني ماشومانو د ناسم وضعیت په اړه راپور ورکړی دی.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې پرون یک‌شنبه د سپټمبر۲۹مه راپور له‌مخې ویلي، دغه لسګونه افغان ماشومان له افغانستان څخه پر تورخم د راتګ پر مهال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوي.

ورځپاڼې همدا راز د یوه سیمه‌ییز قاضي انعام‌الله وزیر چې له یو پلاوي سره یې تازه د پېښور له مرکزي زندانه لیدنه کړې له قوله د دغه ماشومانو چې شمېر ۲۵ تنو رسیږي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ژر تر ژره یې افغانستان پر ستنولو ټینګار کړی دی.

"موږ تل حکومت ته دا ویلي چې دا خو عادي او پُر امنه خلک دي او دلته خپل کاروبار کوي دا ډول خلک په زندانونو کې ساتل د انساني حقونو خلاف کار دی
منزه کاکړ

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ بیا وايي، که څه هم د پېښور په زندان کې د بندي افغان ماشومانو د ستنولو پرېکړه شوې، خو له کوم جرمه پرته زندانونو کې د افغان کډوالو اچول د انساني حقونو خلاف کړنه ده.

نوموړې وايي: "موږ تل حکومت ته دا ویلي چې دا خو عادي او پُر امنه خلک دي او دلته خپل کاروبار کوي دا ډول خلک په زندانونو کې ساتل د انساني حقونو خلاف کار دی، یو عام انسان چې څه جرم یې نه وي کړي له هغه سره د یوه مجرم په توګه چلند کول باید افغانانو سره ونه‌شي او حقونه یې خوندي شي."

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا د مشرتابه پلاوي غړي میوند عالمي افغان په‌دې اړه ازادي راډیو ته ووویل: "دا چې زموږ ماشومان په زندان کې وي دا به زه فکر کوم لویه نا انصافي وي، له دولت او خلکو هیله کوم چې په‌‌دې برخه کې موږ سره همکاري وکړي او همداراز د ملګروملتونو او یو‌‌اين‌ايچ‌سي‌ار نه غوښتنه کوم چې د افغان ماشومانو او په ټوله کې د افغانستان د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي."

د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف
د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف

که څه هم کره شمېرې نه‌شته چې دا مهال څومره افغان ماشومان د پاکستان په زندانونو کې دي، خو وړاندې يې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۶۰۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

د یادونې ده چې پاکستان د تېر کال په نومبر مياشت کې د بې‌اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې چې له هغې راهیسې د راپورونو له‌مخې له نیم میلیون څخه زیات بې‌اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG