د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

يوشمېر کډوال: پوليسو يو ځل بيا اسلام‌اباد کې د افغانانو نيول او ځورول پيل کړي


ارشيف
ارشيف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوشمېر افغان کډوال وايي، د دغه هېواد پولیسو یو ځل بیا د دوى نیول او ځورول پيل کړي.

رفیع‌الله هغه افغان کډوال دی، چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد د "بي-۱۷" ښارګوټي څخه د چهارشنبې په شپه له خپل کوره د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوى او له څه وخت وروسته د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ "UNHCR" په منځ‌ګړتوب بېرته خوشې شوى.

"تېره شپه موږ ډېر وډار شو حيران شو، ټولې ښځې او ماشومان په پارک کې وو، چې ناڅاپه پولیس ننوتل له څلورو خواو، په لسګونو کسان وو، ښځې هم ورسره وې
پاکستان کې افغان کډوال صابره

رفيع‌الله ازادي راډيو ته وويل، پوليس د چهارشنبې په شپه ناوخته د دوى سیمې ته ورغلي او د ده په ګډون يې څو تنه نور هم نيولي دي.

هغه وايي: "زه له څلورو نورو كسانو سره بندي وم، هغه مهال د UNHCR کارت مې نه و راسره دومره وخت يې را نه‌کړ، چې هغه راوړم او ور ویې وښيم، زه يې ونيولم او د پوليسو مرکز ته يې بوتلم څو ساعته هلته وم بيا د UNHCR او د افغان شورا کسان راغلل او موږ یې خوشې کړو."

د اسلام‌اباد د "بي- ۱۷" ښارګوټي د اوسېدونکو په خبره، پوليس تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې دې سيمې ته ورغلي او له دغه ځايه يې مېشت افغانان نيولي او له ځانه سره يې وړي دي.
د دې ښارګوټي یوې اوسېدونکې صابرې پر دې ښارګوټي د پاکستاني پولیسو د ورتګ په اړه ازادي راډيو ته وویل: "تېره شپه موږ ډېر وډار شو حيران شو، ټولې ښځې او ماشومان په پارک کې وو، چې ناڅاپه پولیس ننوتل له څلورو خواو، په لسګونو کسان وو، ښځې هم ورسره وې، ځوانانو لور ته ورغلل او له هر یوه څخه یې د وېزې او پاسپورت غوښتنه وکړه ډېر ډار شوي وو."

کډوال ادعا کوي چې پوليسو تېره شپه پر کورونو چاپې ووهلې او يو شمېر کډوال يې له ځان سره يووړل.
کډوال ادعا کوي چې پوليسو تېره شپه پر کورونو چاپې ووهلې او يو شمېر کډوال يې له ځان سره يووړل.

د پوليسو نيولو او ځورولو د اسلام‌اباد سربېره په نورو سيمو کې مېشت افغانان هم اندېښمن کړي او وايي، چې دا ستونزه د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د اسلام‌اباد د پېښور موړ اوسېدونکی رامین هم د پولیسو له ځورونې اندېښمن دی او وايي، دې وضيعت ټول افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "پاکستاني پولیس تل افغانان ځوروي او د شپې په ۱۱ بجو او ۱۲ بجو د افغانانو کورونو ته ننوځي، د پاکستان پولیس په بې رحمۍ سره افغانان بندیان کوي او د کورنیو او ماشومانو پروا نه‌کوي."

هڅه مو وکړه چې د اسلام‌اباد "بي- ١٧" ښارګوټي د نيول شويو کسانو د شمېر او څرنګوالي په اړه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملي شورا د مسوولينو نظر هم واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب تر لاسه نه‌کړ.

په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د پولیسو دغه اقدامات په‌داسې حال کې کېږی، چې په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت په‌دې وروستیو کې د دغه هېواد له سفیر ډونالډ بلوم سره د پاکستان د لومړی وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د افغان کډوالو د مسئلې اړوند د کتنې خبر ورکړی دی.

په پاکستان کې د امريکا د سفارت وياند جوناتان لالى وايي، دې کتنه کې د افغان کډوالو پر خونديتوب سربېره پر اقتصادي همکاريو، امنيت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سيمه‌ييزو همکاريو په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې اترې شوې دي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو اعلان کړی و، چې دوی به په روان اوړي کې د افغان کډوالو د ايستلو دوهم پړاو پیل کړي.

اسلام‌اباد د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د افغان کډوالو د ايستلو لومړی پړاو پیل کړ او د ۲۰۲۴ کال تر نیمايي پورې یې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.

افغان کډوال چې ډېری یې د امنیتي ګواښونو، بې‌وزلۍ او بې روزګارۍ له وېرې او د کډوالۍ کیسونو د څېړل کېدو لپاره هلته کډه شوي، وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له ملي او نړیوالو بنسټونو د دې ستـونزو د حل غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG