د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو نيول ۳۴ سلنه ډېر شوي


ارشیف: پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټلو پر مهال
ارشیف: پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټلو پر مهال

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکېدو سره هممهاله، په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو نیول کېدل هم زیات شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "يواین‌ایچ‌سي‌آر" په یوه ګډ راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۲مه خپور شوى، ويلي چې په تېرو څو اوونیو کې د افغان کډوالو په نیولو او توقیف کې د ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلى دی.

د دغه راپور له مخې، د کډوالو نيونه د روان کال د اګست له ۲۵مې نېټې څخه د سپټمبر تر اوومې نېټې پورې ډېره شوې ده.

په راپور د روان ۲۰۲۴م کال د اګست له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۴مې پورې د نیولو شویو کسانو شمېر د دې کال تر ټولو لوړې شمېرې بلل شوي دي.

په راپور کې ويل شي چې د روان کال د اګست له ۲۵مې د سپټمبر تر اوومې پورې د کډوالۍ یا " اې‌سي‌سي" کارت لرونکي او له اسنادو پرته افغان کډوال د نیول شویو ۸۳ سلنه جوړوي.

د راپور په ټکو د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په لومړیو کې په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو د نیول کېدو شمېر تر ټولو لوړ وو چې د روان کال د سپټمبر له ۲۵مې څخه تر اوومې نېټې پورې يوازې په دغه ايالت کې د نیولو شویو افغانانو ۷۴ سلنه جوړوي.

په دې راپور کې د بلوچستان د چاغي او پشین سیمې او د پاکستان د سند ایالت کراچۍ اصلي ځایونه بلل شوي چې افغان کډوال په‌کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

خو په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال او د افغان ځینو ټولنې په پاکستان کې د نيول کېدو د زیاتوالي له امله د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

په پېښور کې يو افغان کډوال فهيم احمد چې درى کاله کېږي، پاکستان ته تللى او په وروستیو د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوی، ازادي راډيو ته یې وويل: "دلته مې کار کاوه پوليس راغله زه يې تاڼې ته بوتلم، له ما يې ډېر زياتې روپۍ وغوښتې، ورته ومې ويل پپسې نه لرم، بيا يې زه اسلام‌اباد ته بوتلم، هلته يواین‌ایچ‌سي‌آر زما تضمين وکړ، په لومړيو کې زما د افغانيت له امله څوک نه حاضرېدل چې ضامن مې شي، کله چې خوشې شوم دومره پيسې نه وې چې کور ته پرې بېرته لاړ شم."

له دې سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مرستيال عبدالبصير وصال بیا "يو‌این‌ایچ‌سي‌آر" افغان کډوالو ته په نه پاملرنه تورنوي.

وصال وویل: "دا په رښتيا هم د اندېښنې وړ ده چې يواین‌ایچ‌سي‌آر تر نن هېڅ اقدام نه دى کړى، له دې سره چې د ټولو موضوعاتو په اړه مونږ ورته خبر ورکړى. مونږ د افغان کډوالو وضيعت ته اندېښمن يوو. ویزې نه تمدیدېږي، که د چا کېږي هم ډېر په سختۍ. د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نیونې ډېرې شوي، پوليس آن د خلکو استوګنو او کورونو ته ننوځي."

پاکستان د افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده کډوالو د ايستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې پیل کړ او د ۲۰۲۴م کال تر نیمايي پورې یې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.
پاکستان د افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده کډوالو د ايستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې پیل کړ او د ۲۰۲۴م کال تر نیمايي پورې یې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيول کېدو د زیاتوالي په اړه د "آى‌او‌ایم" او "يواین‌ایچ‌سي‌آر" ګډ راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د دغه هېواد پولیسو تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال نیولي وو.

د اسلام اباد د بي۱۷ سيمې يو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ويلي وو چې پوليس سيمې ته ورغلي او له سيمې يې يو شمېر افغانان نيولي او له ځانه سره وړي دي.

پاکستان د افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده کډوالو د ايستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې پیل کړ او د ۲۰۲۴م کال تر نیمايي پورې یې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG