د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د کډوالۍ نړيوال سازمان: يوه اوونۍ کې نژدې يو لک کسان له افغانستانه وتلي


له ارشيفه د يوشمېر افغان کډوالو انځور
له ارشيفه د يوشمېر افغان کډوالو انځور

د ملګروملتونو کډوالو نړیوال سازمان "اى‌او‌ايم" وايي، په يوه اوونۍ کې نژدې یو لک کسان له افغانستانه وتلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان "اى‌او‌ايم" د نوي راپور له‌مخې چې پرون یک‌شنبه د سپټمبر په اتمه خپور شوی، د تېرې اګسټ میاشتې له ۲۵مې تر ۳۱مې ۹۶ زره کسان له افغانستانه کډ‌وال شوي دي.

په‌دې راپور کې راغلي دي، چې دا کسان تر ډېره ایران او پاکستان ته تللي دي.

په راپور کې راغلي، ٦٧ زره او ٩٤٤ کسان ايران او ٢٨ زره او ٥٧٨ نور پاکستان ته کډوال شوي دي.

د "اى‌او‌ايم" په خبره له دواړو هېوادونو څخه په همدې موده کې ۶۳ زره او ٥٤٠ کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

"اى‌او‌ايم" زياته کړې چې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر د راستنېدونکو په پرتله ٣٤سلنه ډېر شوی.

دغه سازمان وړاندوینه کړې، چې ښايي په ایران کې د اربعین مذهبي اوونۍ نمانځلو ته په کتو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پڅه شي.

د "اى‌او‌ايم" د راپور له‌مخې، د تېرې اوونۍ په پرتله افغانستان ته د ستنو شويو او له افغانستانه د وتونکو کسانو شمېر ١٤سلنه ډېر شوى، چې يوازې ایران ته د تللو کسانو په شمېر کې ۵۹سلنه د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې په‌دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو ۷۰سلنه جوړوي.

د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو د موټرو انځور
د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو د موټرو انځور

د کډوالۍ نړیوال سازمان له‌دې وړاندې هم له افغانستانه د غیر قانوني کډوالۍ د زیاتېدو خبر ورکړی و.

په ورته وخت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال ميران ازادي راډيو وویل، په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

"په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو فرصت نه‌شته، دلته په پاکستان کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي
جمله انصاري اسلام‌اباد کې افغان کډواله

هغه وويل: "د ژوند ستونزې ډېرې دي په تېره د کډوالۍ يو وار ايران ته لاړو، يو وار پاکستان ته، خو د اسنادو د نه لرلو له امله یې بېرته افغانستان ته واستولو، اوس پنځه میاشتې کېږي چې په پاکستان کې یم، په ډېرو سختو شرایطو کې دې هېواد ته راغلو او دلته هم له سختو ستونزو سره مخ یو، موږ د کار په لټه له وطنه راوتلي یو ځکه هلته کار نه‌شته."

په پاکستان کې بله مېشته افغان کډواله جمیله انصاري وايي: "په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو فرصت نه‌شته، دلته په پاکستان کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي، د پولیسو ستونزې او د کور لوړې کرایې لا نورې ستونزې دي، موږ دلته بې‌برخلیکه له ډېرو ستونزو سره مخ یو، امنیتي ننګونې او دغه راز رواني ستونزې ټولو کډوالو ته پیدا شوي دي."

په‌همدې حال کې يو افغان کډوال چې تازه له ايرانه افغانستان ته ستون شوى او نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: "يو کال مو ايران کې ژوند وکړ، ميدان جليلي سيمه کې خو ډيپورټ يې کړو، اوس افغانستان کې يو دلته هم کار نه‌شته روزګار نه‌شته، موږ غواړو بېرته ايران ته لاړ شو ځکه دلته کار نه‌شته ژوند نه‌شته همدا مو غوښتنه ده چې بېرته ايران ته لاړ شو."

له ايران ايستل شوي افغانان د پوليسو له لوري د شکنجې او تاوتريخوالي په اړه خبرې کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته په تېر درې کلونو کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د زیاتېدو او د طالبانو د محدودیتونو له امله ګڼ افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ای‌اوايم د تېرې اګسټ میاشتې په دويمه په یو راپور کې ویلي وو چې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

په راپور کې راغلي وو، له‌دې ډلې یو میلیون یې اروپا ته پناه وړې او ۸۵سلنه یې هم ګاونډیو هېوادونو ته بې‌کوره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو درېیو کلونو کې نژدې څلور نیم ملیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG