د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

جرمني په جرمونو کې ښکېل نور کډوال هم ډيپورټوي؛ يوشمېر افغان کډوال يې اندېښمن کړي


د جرمني حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه په چارټر پرواز کې ۲۸ هغه افغان کډوال چې د دوی په خبره په جرمنو کې ښکېل وو، د جرمني له لایپزیک ښاره کابل ته ولېږدول.
د جرمني حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه په چارټر پرواز کې ۲۸ هغه افغان کډوال چې د دوی په خبره په جرمنو کې ښکېل وو، د جرمني له لایپزیک ښاره کابل ته ولېږدول.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر له خپل هېواده د هغو افغانانو د ستنولو خبر ورکوي، چې په جرمونو کې ښکېل دي.

مېرمن نانسي فایزر پرون چهارشنبه (د اکتوبر ۹مه) د جرمني د پارلمان یوې غونډې ته ویلي، د فدرال ایالتونه د هغو افغان کډوالو په نویو لېستونو کې کار کوي چې جرمونه یې کړي دي.

د جرمني حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه په چارټر پرواز کې ۲۸ هغه افغان کډوال چې د دوی په خبره په جرمنو کې ښکېل وو، د جرمني له لایپزیک ښاره کابل ته ولېږدول.

له هغې وروسته د اتریش په ګډون ځینو نورو اروپايي هېوادونو هم د جرمني له دغې پرېکړې ملاتړ وکړ.

دې پرېکړې ځینې هغه افغانان چې له غیر قانوني لارو جرمني تللي اندېښمن کړي دي.

دوه تنه افغانان چې له غیر قانوني لارو جرمني تللي او نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه په راپور کې ياد شي، پر دې اقدام اندېښنه وښوده.

يوه افغان کډوال وويل: "دوه میاشتې کېږي جرمني ته راغلی یم، زما د قضیې په اړه لا پرېکړه نه‌ده شوې چې قبولي به راکوي او که به مې بېرته لېږي، دا کوم وضعیت چې اوس رامنځته شوی زه یې په اړه ډېراندېښمن یم."

دغه راز بل افغان کډوال وايي: "په المان کې ښې اړخی ګوند غواړي چې افغانان وباسي، زه تازه راغلی یم لا مې دوه ورځې نه‌کېږي، خو اوس ګورو چې داسې سلګونه جنجالونه پیدا شوي که یو کس کومه اشتباه کوي نو سزا یې باید ټولو ته ورنه‌کړل شي."

له جرمني د افغان کډوالو د ستنولو په اړه فشارونه تر هغې وروسته زیات شول چې، د روان کال د جون په میاشت کې د سلیمان عطايي په نوم یو افغان کډوال د ښي اړخي ګوند په یوې غونډه کې چې د اسلام کارو پر ضد رابلل شوې وه، برید وکړ.
له جرمني د افغان کډوالو د ستنولو په اړه فشارونه تر هغې وروسته زیات شول چې، د روان کال د جون په میاشت کې د سلیمان عطايي په نوم یو افغان کډوال د ښي اړخي ګوند په یوې غونډه کې چې د اسلام کارو پر ضد رابلل شوې وه، برید وکړ.

په جرمني کې وروستیو امنیتي پېښو چې په ښکېلتيا کې يې تر ډېره افغانان تورن دي، په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو سربېره هغه زرګونه افغانان هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي چې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې په قانوني توګه د پناه غوښتنې کړي او اوس د افغانستان په ګاونډیوهېوادونو کې مېشت دي.

"نږدې درې کاله کېږي چې په جرمني کې قضیه لرم، خو تر اوسه ورته هيڅ ډول رسېدنه نه‌ده شوې
يوه افغان کډواله

په ایران کې مېشتې افغان کډوالې نیلاب شهاب په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نږدې درې کاله کېږي چې په جرمني کې قضیه لرم، خو تر اوسه ورته هيڅ ډول رسېدنه نه‌ده شوې او دغه وروستۍ پېښې چې وشوې او افغانان په‌کې ښکېل و، زموږ پر کیسونو یې بد اغېز وکړ او د کیسونو د پروسس چارې یې ورو کړي، د جرمني له دولت څخه غواړم چې له ځنډ پرته د هغو افغان مېرمنو کیسونو ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې بې‌برخلیکه دي رسېدنه وکړي."

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر همدا شان له خپل هېواده د ترک کډوالو د ستنولو په اړه هم خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، دا ډول اقدامات د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنیوي لپاره د دوی د حکومت د ستراتېژۍ برخه ده.

د نوموړې په خبره له افغانستان او سوریې وروسته ډېری ترک کډوال په جرمني کې مېشت دي.

د یادونې ده چې له جرمني د افغان کډوالو د ستنولو په اړه فشارونه تر هغې وروسته زیات شول چې، د روان کال د جون په میاشت کې د سلیمان عطايي په نوم یو افغان کډوال د ښي اړخي ګوند په یوې غونډه کې چې د اسلام کارو پر ضد رابلل شوې وه، برید وکړ.

په‌دې برید کې یو پولیس سخت ټپي شوي چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه او دې پېښې په جرمني کې دننه سخت غبرګونونه راوپارول.

په ورته وخت کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم ویلي، هغوی چې په درنو جرمونو محکوم شوي په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG