د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

اسراییلو او حزب‌الله یوځل بیا پر یوبل بریدونه پیل کړل؛ لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵۸ ته رسېدلی


په لبنان کې د اسراییلو د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. ژغورنکي د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.
په لبنان کې د اسراییلو د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. ژغورنکي د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

اسراییلو او حزب‌الله نن یوځل بیا پر یوه بل بریدونه پیل کړل او دا په داسې حال کې ده چې پر لبنان د اسراییلو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر د لبنان د روغتیا وزارت له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ۵۵۸ تنو ته رسېدلی دی.

د لبناني چارواکو په وینا، په وژل شویو کسانو کې لږترلږه پنځوس ماشومان او ۹۴ ښځې دي او ۱۸۰۰ تنه نور ټپیان دي.

اسراییلو د ایران پلوه حزب‌الله ډلې د ځپلو لپاره نن یوځل بیا په لبنان کې خپلو بمباریو ته دوام ورکړ او حزب‌الله هم د اسراییل پر قلمرو توغندي وویشتل.

د اسراییلو د نننیو او پرونیو حملو په پایله کې د لبنان د ختیځو او جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.

دا کډوال د بیروت او ساحلي ښار صیدا په ښوونځیو کې په موقتي کمپونو کې ځای پرځای شوي دي.

د لبنان د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، په ختیځ بعلبک ښار کې د نانوایي ګانو او د تېلو د ټانکونو مخې ته خلک نن په کتارونو کې درېدلي وو.

همداراز په هغو لارو کې چې د سوریې پر لور غځېدلي هم د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د لبنان حزب‌الله ډلې نن اعلان وکړ چې تېره شپه یې په اسراییلو کې دننه پر اتو سیمو راکټونه توغولي چې د سرحد په ۶۰ کیلومترۍ کې په زیښرون ښار کې د چاودېدونکو موادو د تولید یوه فابریکه هم په‌کې شامله ده.

د اسراییل پوځ نن سهار وویل له لبنان څخه د دې هېواد په شمالي برخه کې ۵۵ توغندي لګېدلي چې په ځینو ځایونو کې یې اور بل کړی او یو شمېر ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

اسراییلی پوځ وايي، پوځي الوتکو یې د هغې قطعې په ګډون چې د تېرې شپې توغندويي حملې یې کړې وې د حزب‌الله لسګونه سنګرونه په نښه کړي او د ټانک او توپچي ځواکونو یې سرحد ته نژدې اهداف ویشتلي دي.

اسراییلو ویلي چې د حزب‌الله سنګرونه یې په نښه کړي، خو د امریکا د توغندیو د څار د سټلایټونو معلومات چې نن اسوشیتیدپرېس خبري آژانس ترلاسه کړي، ښيي چې دا هوايي حملې د لبنان په جنوب کې د ۱۷۰۰ مربع کیلومترو په شعاع کې ترسره شوې دي.

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

په دې تصاویرو کې د لبنان د جنوب او بیکا درې په ګډون په ګڼو سیمو کې لګېدلي اورونه ښکاري.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه نېټه د غزې د جګړې له پیل وروسته حزب‌الله ډلې د فلسطینیانو په ملاتړ پر اسراییل د راکټونو توغول پیل کړل.

اسراییل هم د درنو هوايي حملو او د حزب‌الله د جګپوړو قوماندانانو د هدفي وژنو په وسیله د دې توغندیو ځواب ووایه او د نورو پراخو عملیاتو ګواښ یې هم کړی دی.

په ۲۰۰۶م کال کې د اسراییلو او حزب‌الله له لویې جګړې راهیسې دا په منځني ختیځ کې د دواړو خواوو ترټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې اوسمهال په لبنان کې د ځمکنیو عملیاتو پلان نه لري، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې دې عملیاتو ته چمتووالی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG